‫طارق احمدزی –

کله چې کفارو د مسلمانانو پر وړاندې په صلېبي جګړو کې ماتې وخوړه نو یقیني شول چې د کفر او اسلام جنګ په وسپنیزو وسیلو ګټل ستونزمن نه حتې ناشونی کار ده او دا هغه وخت وو چې اسلامي نړی تر بل هر وخته په علمي او عملې مسایلو کې د دنیا تر بلې هرې ډلې مخکې والی درلود.

خپله لویدیځوال پردې خبره اقرار کوې چې کله په ختیځ کی د اوسپنی دوره وه نو په لویدیځ کې د صیقل شویو تیږو دوره وه، پدی معنی؛ چې ختیځوالو د اوسپنې سره بلدیت درلود چې په ورته وخت کې لویدیځوال نوي،نوي د صیقل شویو تیږو د استعمال سره بلد شوې وو، له دی څرګندیږي چې د لویدیځ تمدن د ختیځ له تمدن څخه په سو، سو وارې شاته وو، ځکه خو لویدیځ د ختیځ د دی تمدنونو د بنسټ ایښودلو احسان مند ده د لویدیځ زیاتره پروفیسروان پردې خبره اقرار کوې خو بیا هم ډیری معتصبه یي پردې تریخ حقیقت سترګې پټوې.

(نهم لویس) چې کله په مصر کې له مسلمانانو سره اسېر وو د اسارت په دوره کې یي د لومړي ځل لپاره د فکري جنګ مفکوره په سر کې وګرزیده چې کله د پیسو په مقابل کې د اسارته څخه خلاص او پاریس ته ستون شو نو ملت ته یي په وینا کې وویل: که چیرته د مسلمانو د ماتې او ربړولو په فکر کې یی نو دا کار په وسپنیزو او معمولو وسایلو مه کوی ځکه پدې کې مو تر مخکې ماتې خوړلې ده مګر د هغوی تر ټولو قوي نقطه چې د هغوی عقیده ده له منځه یوسی.

محمد قطب (رح) د فکری جنګ په تعریف کی وایي: له فکرې جنګه مطلب هغه غیر نظامي وسیلې دي چې دښمنانو له صلیبي جګړو وروسته د مسلمانانو د فکري انحراف او ښو کړونو او د اسلام د مقراراتو د التزام، افکارو، مقالیدو ….. او نورو څخه د انصراف لپاره په لاری اچولي.

ښکیلاک د یو د دولت یا ملت غلامول د بل دولت یا ملت په وسیله او یا هم د یو دولت یا ملت وژل د خپلو ګټو پخاطر او یا هم د نورو ملتونو ذخیرې د هغوی له خوښې پرته په خپله ګټه استعمالولو ته وایی چی اوسنی فکري ښکیلاک د پخواني ښکیلاک (زورواکی) یوه نوی بڼه ده چی په ډیر تکیکی ډول سره پر مخ بیول کیږي چې لوې، لوې ملتونه د خپلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، دیني او ساینسي اغیزو تر لاندې راولې.

کله چې لویدیځ په اوایلو کې له ختبخ څخه په هر علم کې متاثره شو، نو لویدیځوالو یواځی د معتبرو کتابونو په ژباړلو سره دا هر علم خپل ولس ته ورساوه، حتی تر دی پوری چې نن د ختیځ دا احسان پر ځان نه منې دلته چې سه غواړم ووایم هغه بیا د لویدیځ پوهه او علم ده چې اوس یي څنګه په پر ختیځ تحمیلوي او غواړي د همدی پوهی او د نوی تمدن د معرفی په بهانه ځتیځوال د خپل فکري ښکیلاک تر دایرې لانیدې راولې تر څو خپل هر شخصي منفعت ته په اسانه ځان ورسوي چی تر ډیره حده په دې کار کې کامیابه هم دي. د هری ساینسي مفکورې تر څنګ خپلې فرهنګي، دینی او…… مفکورې هم د خلکو تر ذهنونو رسوي او دا خپل نوی نظام او پخوانی بربریت خلکو ته په ډیره خوږه او د ولسونو د ارامتیا او ترقی په معنی تلقې کوي.

ښکیل شوي ولسونه هم دومره ړانده او کاڼه شې چې د دې طاغوت په هره کړنه او طاعوني مرضونو سترګې پټې کړې. دا تمدنونه خو په ختیځ کې د لودیځ پر نسبت ډیر پخوا تیر شوې وو چې په هغه وخت کی د لودیځوالو فرهنګ او تمدن د تمسخر وړ وو خو په ختیځ کې نه دومره فساد وو او نه د اوسنیو طاعوني مرضونو سرک لیدل کیده نو دا باید وویل شی د هر تمدن تر څنک یو جامع نظام ته اړتیا لیدل کیږي تر څو د مدنیت هر اړخ وڅیړي او بیا یي د ولس د هوساینې لپاره وکاروي. د لویدیځ د مدنیت تر ټولو منفی ټکی همدا ده چې د یوی هوساینی ترڅنګ لس ننګونی رامنځ ته کیږی.

فکري ښکیلاک له ډيرې ابتدایي او ساده مرحلې څخه شروع کیږي چې د وخت په تیریدو خپله لمنه غځوي او په تدریج سره هر لوې فساد د خلکو ذهنونه ته ډيره په ساده او عادی کار سره میدان کې ږدي خو مخکی تر هرڅه د ولس د ذهنیتونو مطالعه کول او پر راپورته شوی ولس د منفورو عملونو د منلو لپاره لپاره د عواملو څبړل دی.

نن ورځ د مسلمانانو پر وړاندې د هر جنګ بنسټ پر فکري جنګ (فکري ښکیلاک) ایښودل شوی ده، تر ټولو مخکې د یو اسلامی نظام د بدلون لپاره د خلکو تر منز بد ګومانی پیدا کول، د خپلو روزل شوو کسانو په وسیله د متعفنو افکارو د خپرولو لپاره د هر شته امکان څخه کار اخیستل چی د نن ورزې ازادې رسنی یی د بحث د ثقل مرکز ده، د عالمانو او د اسلام د خادمانو د بدنامولو لپاره له رنګا رنګ پلورل شوو خلکو او رسنیو څخه کار اخیستل، د ښځو د کاذبه حقوقو لپاره نه ستړیکیدونکې هلې ځلې او بیا یي په جامعه کې د فساد او تجارت یوه وسیله ګرزول او په اخیر کې د یو سپیڅلی نظام ښوونه په استبداد سره او د خپل ناقص نظام د ازمایلو لپاره هغه په پرمختګ سره تلقې کول او د خنډونو د لرې کولو لپاره دوژنې یو نسبي معیار ټاکل او د وژنو د پړو مرداری د ښکیلاکیانو پر لمنو پاکول، دا ټول هغه څه دي چې نن یي دښمنان په رڼو سترګو زمونږ پر خلاف کاروي.

د دښمنانو ستر فکري جنګ هلته مثبته نتیجه ورکړه چې ځوان نسل یی د خپلې ایډیالوژی د خپرولو اصلی مرکز وټاکه ځکه د ځوانانو نفسی خواهشات د هغوی پوتنشیل او همدا رنګه د مخکی تګ د یو حس په درلودلو سره هغه که له هری لاری وی.

دلته بیا هم د یو قوی نظام د شتون احساس کیږې ترسو د خپلو ځوانانو د سالمی فکری روزنی لپاره خپلې خاصې میکانیزمونه (تګلارې) ولرې او پردیو ته اجازه ورنکې ترسو خپلې ورانکارې فرضیي د ځوانانو په مغزونو کې زای او په خپلو ګټو ترې کار واخلي، یو سه چې تل لویدیځوال پرې زیات تاکید کوې هغه د ښځو او نرو اختلاط ده چې دا هم د فکري جنګ یوه وسیله بللای شو ځکه د مسلمانې جامعې د پوتنشیل (ځوانانو ) فکرونه له خپلو اصلې موخو څخه ګرزوي زیاترو ته به پوښتنه راولاړه شې ولې دا کیسه په لویدیځو هیوادونو کې نکیږې دلته بیا هم د دین او عقیدې خبره مطرح ده او بیا هم د علامه سید الجمالدین هغه خبره یادوم : د ولسونو مخته تګ یا په پوره کفر او یا هم اسلام کې ده. د راشده وو د خلافت وروسته چې کله مسلمانان د فکرې جنګ ښکار شول په تدریج سره په لس ګونو، لس ګونو کلونه د لویدیځ له مدنیته روسته پاتې شول ځکه هغو فجایعو اسلامي ټولنې ته مخه وکړه چی هیڅ چایي تصور هم نشوای کړای.

نن ورځ په اکثرو هیوادونو کې د اجتماعي شبکو په کارولو بندیز لګول شوی ده ځکه پردې هرڅوک پوهیږي چې دا اجتماعي شبکې یوازې د یوه قدرت په ګته استعمالیږي، کومې ډلې او ټپلې چې نن د انترنت په نړی او خاصتا فیسبوک کې د ځوانانو د فکري انحراف لپاره کار کوي د هغو ډلو سره بیخې په شمار کی نه رازې چې د دې ځوانانو د سالمې روزنې لپاره خپله ټوله جسمې قوه په کار اچوی او دا تر ټولو ساده اسانه کم مصرفه او محفوظه لاره ده ترسو خپل هدف ته زان ورسوي. د همدې مذبذبه څهرو په وسیله یي نن اسلام د بدنامی تر ټولو لوی محور ګرزولی چې اسلام او مسلمان یي تر هغې کچې نړی ته سپک معرفي کړ چی په قرنونو به خپل بایللی وزن تر لاسه نکې خو هغه څهری دې یوه خبره په یاد ولرې چی د یوی ډلې په ګمراه کیدلو به الله تعالی بله ډله د نیکانو راپورته کوي.

نو په پای کې دا ویلای شو چی فکری ښکیلاک د هر ښکیلاک لپاره یوه لاره جوړوي چې د هغې لارې په پرانیستې سره خپل سیاسي او اقتصادي ښکیلاک ژوندی ساتلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *