د ځوان کیسه لیکوال نصرت ارمان د لنډو کیسو دویم کتاب ( هنرمند) په اتیا مخونو کې د یولس سوه ټوکو په شمېر ما زیګر کتاب پلورنځي چاپ کړ.

ددې کتاب پښتۍ د پښتونخوا وتلې انځورګر کمال خان ډيزاین کړې.

پر کتاب استاد، ليکوال او کره کتونکي زرین انځور سریزه کښلې او دا یې د ځوان نصرت ارمان د کیسو غوره ټولګه بللې.

ښاغلي انځور په څو ټکو کې د ددې کیسو ښېګڼې او نيمګړتیاوې په ګوته کړي، د موضوغ په انتخاب کې یې تنوع د ستاینې وړ بللې او لیکوال ته یې د لا ډېرو پولیسې کیسو د مطالعې سپارښتنه کړې.

په دې کتاب کې دوه ویشت لنډې کیسې راټولې شوي، چې درې یې پولیسې دي.

مرمۍ، خان، کبلی، تالاشي يې واخله!، ټيکری، ولچک، بې وسه، کلینک، زمری، ډاکتر، سکروټې، مونږ خپل حق غواړو، د لمر غوښتنه، دابه څوک وي؟، جزا، الف، ب، ت، د طاوس بڼکه، چغه، زه مسلمان یم!، هنرمند، د قاتل مینه او زیری، د ددې ټولګې د کیسو عنوانه دي.

ارمان په خپلو خبرو کې باوري دی چې د هنرمند هره کیسه به لوستونکي ته نوي څه ورکړي.

تاسې کولای شئ په هنرمند پسې مازیګر کتاب پلورنځي ته راشئ او دا په زړه پورې کیسې ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *