کله چې دادب په اړوند خبرې کوو لازمه ده چې دادبیاتو دشته والېټکی پیدا کړواو بیا دادب لرغونوالی اوڅرنګوالی په کې وپلټو .
ادبیات هغه ټولنیزه پدیده ده چې شته والی یې دټولنې له شته واليسره ثابتیږې. په ځینو ټولنوکې په پرمختللو او ښو بڼو خوپه ځینو کې په ابتدایېاولومړنیو بڼو یا په بله وینا ادب هغه سم محذب شوي او صنعتي بیانونه دي چې دتنقیديعلومو تر سیوري لاندې وي او دافکارو څرګندونې اوښکاره کونې دښکلا اوښا یست له پلو ه هم قیمت ولري دادب تاریخي دنده دپر مختګ او استعمار نه دخوشېکیدو لپاره دولس ویښول دي حقیقت او ریښتنې والی دادب سپیڅلي خصوصیت دي . خلاصهدانسان داحساساتو ،افکارواو جذباتو ترجمانې دادب وظیفه ده مګر دا ترجمانې به تل پهداسې وینا او خوږه ژبه بیانوي چې په نورو باندي اغیزه وکړي اوخوندره وی دا چېدپښتوادبیاتو دپیل لومړنۍ ریښي کوم وخت ته رسیږی تر اوسه یې ټاکلی تاریخ یې نه دیښکاره شوی خو په مستند ډول دیارلس سوه کاله تاریخ لری چې دامیر کروړ سوري حماسه یېلومړنۍلاس ته راغلی ادبي اثر بلل کیږي له هماغه پیل نه تردې ګړۍپورې زموږادبیاتودودې اوپرمختک بیلا بیل پړاونه وهلي ،دمخنیوی عوامل یې لیدلې دبریالیتوبونوسندرې په کې ویل شوې دمین دزړه فریادونه په کې پورته شوې اولنډه دا چېدټولنیز ژونددبیلابیل اړخونو ډیره هنداره یې ګڼلاې شو چې هروګړی لپاره نوداسې ویلیشو چې ادبیات دټولنې په ټولوبرخو کې ډیره مهمه ونډه لري .
به دی کې شک نشته چې ادبیات دټولنې یه ټولوبرخوکې ډیره مهمه ونډهلري دتاریخ په اوږدوکې په ملی انقلابونواو ټولنیزوغورځنګونوکې اغیزمن نقش لرلې دياوددې علت دادې چې دمعنویاتواو مادیاتو تر منځ نژدی اړیکی شته اوترهغې چې دا اړیکېپه محسو س او واقعي ډول انځور اوڅرګندنه کړاي شی ولسي پرګنې پرې نه شی پوهیدی ځکهدستر فکر خاوند ان په خپله له ازادۍاو خپلواکۍ سره مینه لري خو ولسي پرګنې بایددازادۍلاس ته راوړوته اړکړاې شي او ددې کار لپاره ناچاره یو چې ددی عالي مفاهیمواودورځنۍ ژوندانه دمادي ګټو تر منځ اړیکي څرګندې او روښانه شي په ټولنیزو غورځنګونوکې مسله همداسې ده . فقر اومادي ورته والی یوملت پاڅون ته نه شي را پارولې بلکې پهدې حالت دولسونو سمه پوهیدنه ددی باعث ګرځې چې یوغورځنګ رامنځ ته شي نو له همدیامله په ژوندانه کې د معنویاتو او مادیاتو تر منځ دباریکیوسم درک وشي همدارنګه وګړیچې پر ناوړه برخلیک اخته دي په هغه سمه پوهید نه دادوه واقیعتونه دي چې ملت پهراپارونه اوپاڅون کې دادب دنده په نښه کوې په پښتنې سیمو کې دادبي جراین په عمومېسیلاووکې دپښتو خاصیتونه او ممیزات داسی په ښکاره ښول شوې لکه په هنداره کې چې شیانڅرګندیږي .
دپښتوادبیاتونوې والي دروانې پیړۍ شلو کلونوته منسوب دي که موږپښتو ادبیاتو ته مراجعه وکړواودغه اوسني ادبیات په څو مراحلو سره دهغو نورونهوړاندې دي او نوې شکل او فورم یې غوره کړی دي .
دنورو لیکوالوپه عقیده خاص دروانې پیړۍ دشلو کلونو په سر کې ادباومخصوصا بیاشعري نوعې دعنعنې اوعادت پوره تاثیر ورکړ عنعنوي ادب چې دګل او بلبل نهعبارت وپه ژوندې او حیاتې ادب بدل شو اودژونددچاروسره ارتباط پیداشو .
پښتوادبیات په داسې حال کې چې خپل نهایې سرحدته دلومړي ځل لپارهورسیده چې په بې مانااهنګونوسندرې او نغمې یې پریښودې او دولس خیر او شر ، ښادي اوغم ته یې مخ ستون کړ همدا اوس ډیرشاعران دخپل اولس له پآره دمبلغانو او نطاقانوحیثیت لري دهنراو فکر استادان په ټولنه کې اوریدونکې دهدف خواته تیزوي حتی مشاعرېچې په پیړیوپیړیو په عنعنوي شکل کیدلې او شاعرانو به په کې په فصاحت او بلاغت اودشعر په سبکونو اودالفاظوپه رنګینیو کې یو تربله سره مسابقې کولې او دژوند په بارهکې پکې بحثونه اوڅیړنې کېږي او تش دالفاظو ښکلااو ساعت تیرې په کې غرض نه دی بلکېد خلکو داضطراب او ارزو ګانو دترسیم خواته دلیکوالو قاطع تما یل او بدلون منځتهراغې چې دې کار دهنري سبکو نوطرز ونو ،ژانرونو او موضوعاتو نوېتوب او تجدید تامینکړي پښتوشعر او نثر په ساحه کې دبي مثله پرمختک لاره خپله کړه او نوې ژانرونه لکهډرامې ،سیاسي اثار،هنري ادبیات او اجتماعي موضوعات پکی منځ ته راغلل دپښتو په تحریري ادبیاتو کې تنویری،اومترقي تمایلات اکثریت او افضلیت لري دپښتنودمنورې طبقې ایدیالوژۍ،اهدافو،اخلاقو او اجتماعي ساحوکې مهم تحولات پیښ شوې دي . په نویوتاریخي زوایاوکې پرمختګ او تنویو چې دپښتو داجتماعي او سیاسي ِغورځنګ سره ټینګارتباط اوپه نه شلیدونکې ټوګه ددوي فعالیت سره پیوستون لري او دازادۍاو وطنپرستۍدمفکورې څخه یې الهام اخیستی دی .
دپښتنو سیاسي فعا لیتونه ادبیاتو ته هغه لاره وښوده چې په هغېباندې دخلکو له پرګنو سره سم باید تګ وشي او راتګ په داسې ډول وشي چې عصر یېایجابوي په موقتي ډول په ادبیاتو کې داپخوانې سوال ادب دادب لپاره که ادبدژوندلپاره وځنډید او بحث پرې نه کیده په دغه وخت کې ادبیاتو خپل مخصوص مسولیتاحساس کړ او موثر او کټورشعرونه به یې ویل . ادب لکه سیا ست دجنګ دډکر حیثیت لری چېزوروې مبارزې پکې کیدای شي لیکوال باید سپاهي وي اوقلم یې د تورې او چاړې غوندې کاروکړي که ادب یوازې دساعت تیري وسیله شي او ژوندته یې مخه نه وی او په دې صورت کېادب حتی دهېواد دانکشاف ا و تمامیت په لارکې خنډواقع کیږي او دګټې نه به یې ضررزیات وي او په دې تقد یر دلیکوالوشمیر کیداي شی چې لږشي دنوروتعلیم یافتهپښتنودایډیالوژې په وده کې مهمه اغیزه دټولنې دژوندمعنو ي خواووخصوصآ بیا دادب علميګامونولرلي دي ددې اټکل له مخې چې افکار په نړۍحکو مت کوی منورین او روشن فکراندعمومي ژوند په پیښوکې ادب حاکم دټولنی په بدلون او تجدید کې ادبیاتوته قاطع اوغوڅ عامل حیثیت ورکوي او دآزادۍ په جګړوکې اساسي او قوي وسله بولي.
تر څوچې دادب قلم زما لاس کې دی هیڅکله به ونه وایم چې ولې مې تاجپه سر نشته دي .
لویوالي په علم او ادب کې دي ، نه په قوم او نسب کې یوه تګلاره چېیوې لیکنې ته دادبي لیکنې حیثیت ورکوی هغه دشعري اولفظي صنایعو کارول دي په دې ډولدسیمبولونواو تصویرونو له لارې په ادبي لیکنه کې په دې ډول یو بدلون راځي چې هغهلاروځینو خبرواو عامې ګړیدني څخه بیلوي لیکوال په شعوري توګه له دې لارې لوستونکيپه ذهن کې دعادي ژبې او غیر معمولي ژبې دمقایسې له لارې یونوې کیفیت پیداکوي اوژبېته یونوې خوند بښي. دلفظونوکارول په ریښتنې ماناکې دیو لفظ دحقیقي مانا تر څنګ دهغهمجازي مانا ته رسیدل دادبي لیکنې له څانګړتیاووڅخه دي .
دې مانا ته لوستونکي دتخیل قوت چې هغه ته موږ ضمنې اشارې هم ویلایشو وایې ضمنې مانا هیڅکله په یوه شخص پورې تړلی عملیه نه ده بلکې دا یو ه ټولنیزهپروسه ده لاندې به تاسې دنمونې په ډول دحمزه بابا یوعبارت ولولۍ او اوبه ګورۍ چېدپښتوادب حال او کیفیت یې په کومه ژبه بیان کړی دی .
ـ یخنۍ دیو بیلتون وهلي بوږنیدلي اسویلي په څیر دباقاعدګۍ نه وتلېوه دفطرت رنګینۍ دمادې په لطافت کې پټې شوې وې ژوند دقدر له چلنده دنبضونو نه ګر ميپوروله ، اوخړه پړه فضاپټې سترګي دوریځو په انتظار کې ده زه په شړۍکې تاوراتاو خدایزده چې په کوم فکر کې روان وم چې یوې وچې ونې زماتوجه ځان ته وګرځوله شاید چې زماژوند سره یې څه خپلوي لرله ورته ودریدم ښکته پورته مې ورته وکتل ماترې تپوس وکړولهکومه راغلې دلته ولاړه شي ؟ ویې ویل چې اوس اوس مې نوې ژوند موندلی دي ددې نه پخواڅو ځله فنا شوې یم نوې ژوند مې په شلم کال پښه ږدي ما ورته ووي چې په دې وچه ډاګهکې د تندې چپه څنګه تیرولی شي ؟ ویې ویل چې زما ددې نوې ژوند د ماشومتوب زمانه وهقدرت مې روزنه کوله چې ځوانه شم نو اوس پخپله دخپل ژوند حفاظت کوم ما په حیرانۍورته وکتل او پوه نه شوم چې داونه به څنګه دخپل ژوندحفاظت په خپله کوي. هغه زماپهخیال پوه شوه او ویې ویل چې که تازما جرړوته خیال وکړونوحیرانۍ به دی لاړه شي داتر لرې لرې پورې نم پسې خوړلي دی چیرته چې نم وي راکاږي یې او د ژوند دروزنې سامانپیداکوي، یوازی دانه چې زمادا جرړی زمالپاره اوبه پیداکوي بلکې څو مره چې داجرړېاودیږي هومره زما دژوند څټه طاقت مومي ته زما دنریو څانګو ته مه ګوره خزان یرغلددغو نه صرف پاڼي وړی شي دږلی شیبی زماتنکي ښاخونه ماتولې شي خو زماډډونه نورنوينوي ښاخونه سرونه راڅرګندکړي څومره چې زه تنګي زغمم هومره وده کوم هره حادثهزمادپاره یوژوندی کوونکې تنقید ثابیتږي زه که باغ کې وای نو دخپلې روزنې دپاره بهمې ډیر زغل نه کولو دا غم به دمالیار په سرو چې په انفرادي ژوند کې هر څه زما پهخپل سردی .
دی لیکنې ته که اوس پام وکړو له ورځنیوخبرو او ډیالوګ سره ډیرتوپیر لری چې
له عادي اوورځنیو مکالمو سره مقایسې له لارې معلومیږي دلوستونکيپه ذهن کې یو
نوې کیفیت او تاثیر جوړوي په ورځنیو خبروکې موږ هیڅکله دغسې کلیمېاو ترکیبونه نه کارو څه شی چې په لومړي ځل وار له واره د لوستونکي نظر ځانته راکاږيهغه دادی چې په لیکنه کې نادرې استعارې اوبې نظیره تشبیهات استعمال کړي دي د متنژبه ټوله په کنایه او رمز کې ادا شوې ده ګویا دادب ژبه له عامې ژبې څخه په دې وسیلهګوښې شوه چې دلته دلفظي صنایعو دسمبولونو کارول هغې ته یوه ځانګړتیا ورکړې ده دادادبي لیکنې یوه ځانګړې طریقه ده لیکونکي په شعوري ډول دژبنیو صلاحیتونو په وسیلهلفظونو او تر کیبونو ته داسې شکل ورکړی دی چې موږ یې په عامه محاوره کې نه اورواونه یې وایو له لفظونو سره لوبې کول دي .
نبي الله (ځلاند) د څلورم الف ټولګي محصل