تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د جمعې په ورځ په یوه خوله د افغانستان په اړه ۲۱۸۹ نمبر پرېکړه لیک تصویب کړ او د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په باب یې خپله قوي ژمنه تازه کړه.
د ملګروملتو پنځلس غړیو د طالبانو، القاعده او نورو سخت دریځو ډلو «تروریستي تاوتریخوالي» او د مخدرو موادو په قاچاق او تولید کې لاس لرونکي په کلکه وغندل.
د ملګروملتو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د ثبات راوستلو د ملاتړ لپاره پر روان نړیوال ملاتړ تاکید شوی او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیاتې پیاوړتیا او وړتیا غوښتنه شوې ده.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دا ملاتړ د دې لپاره شوی چې په درست افغانستان کې ثبات او امنیت خوندي شي.
د ملګروملتو امنیت شورا، د افغانستان د حکومت او ناټو تړون ترمنځ د «کلک ملاتړ» په نوم موافقې هرکلی کړی چې پر اساس یې دا تړون له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره غیرجنګي ماموریت پیلوي.
د امنیت شورا پنځلس غړیو په خپل پرېکړه لیک کې همداراز ویلي چې دوی د «کلک ملاتړ» ماموریت مشرانو ته سترګې په لار دي چې د افغانستان له حکومت سره له نژدې منظم کار او همکاري وکړي.
امنیت شورا د افغانستان د حکومت او خلکو د ملاتړ د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو هرکلی هم کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان- ناټو اوږدمهال شراکت او له نورو هیوادونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو او اوږدمهالو همکاریو د موافقو یادونه کړې ده.
افغانستان له امریکا، هند، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او چین سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقې کړي. دغو موافقو په نړیواله صحنه کې د افغانستان اعتبار او اهمیت ته د پام وړ ګټه رسولې ده.