عکس: د قاچاق کېدونکو ماشومانو
تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې پاکستان ته یې لږ ترلږه د ۲۷ افغان ماشومانو د قاچاق کېدو مخه نیولې ده.
ویل کېږي چې ماشومان عموماً په ځانمرګو بریدونو کې د استعمالولو لپاره پاکستان ته قاچاق کېږي.
د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دغو ماشومانو د قاچاق په شک د نورستان اوسېدونکی سید کریم نیول شوی دی.
صدیقي همداراز وویل چې قاچاقوړونکي هڅه کوله چې د ۵ او۱۰ کلونو ترمنځ ۲۷ افغان ماشومان د پاکستان پنجاب ایالت ته یوسي.
ده زیاته کړه، سید کریم دا ماشومان د نورستان ولایت له مختلفو سیمو راټول کړي ول او په جلال اباد ښار کې ونیول شول.
د صدیقي په وینا سید کریم غوښتل چې دا ماشومان د پنجاب مدرسو ته ولېږي چې مازغه یې ومینځل شي او په ځانمرګو بریدونو کې استعمال شي.
تروریزم نه یوازې په نوره نړۍ کې، چې اسلام ته لېوالتیا پکې زیاته وه، د دغه سپېڅلي دین د پراختیا مخه نیولې بلکې په سیمه کې یې هم دیني زده کړې له شک او پوښتنې سره مخامخ کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی وايي چې له مشکوک ترهګر څخه ژغورل شوي ماشومان د نورستان قومي مشرانو ته سپارل شوي څو خپلو کورنیو ته ورسول شي.
ویل کېږي چې تروریستان عموماً د خلکو له اقتصادي تنګسې او بېوسۍ څخه استفاده کوي.