رباني وحدت –

کله چې  د اسلام مبارک  دین  په خپلو مبارکو وړانګو د انسانانو د  ژوند تیاره  کونجونه  او  اړخونه  روښانه  کړل ، نو انسانانو ته  یې د ژوند د پرمخ  بېولو ، اداره کولو، نیکمرغی ، خوشالی او پرمختګ لپاره په هره برخه  کې هر اړخیز او څرګند  احکام  او ارشادات  وضع کړل .

دا چې انسانان  د ځمکې پرمخ اشرف المخلوقات دي، نو خدای  تعالی انسانانو ته  د پتمن او ابرومند ژوند  د تېرولو لپاره ، دمکلفیتونو ترڅنګ  یو لړ داسې حقوق او امتیازات  هم ورکړل ، چې  په ځانګړي  قوم، ملت ، هیواد ، نژا ، ډله جنس او مذهب پورې  اړه  نه لري ، بلکې  ټول  انسانان  کولای شي له هر ډول توپیر او تبعیض پرته ترې ګټه واخلي ، چې د بشرحقوقو په نوم  یادیږي .

همدارنګه  سوله ، امنیت ، برابري ، اخلاقي  ارزښتونو  او  انساني کرامت  ته  درناوی د اسلام په مبارک دین کې  ځانګړی ارزښت لري او  په هغې  ټینګار کوي .

لنډه  دا چې د اسلام سپیڅلی دین  د انسانانو لومړنیو حقوقو ته  دومره  ژوره  پاملرنه کړې ده  چې په هیڅ  بل  دین او قانون کې  یې  بېلګه  او ساري  نشته، په همدې اساس ویلای شو ،چې  مسلمانان  شاو خوا  ۱۴۰۰ څوارلس  سوه کاله  وړاندې  د بشرحقوقو  سره بلد او خبر و؛ خو کفري  نړۍ  یوازې  د  تیرو ۶۶ کالو راپدېخوا د بشر حقوقو سره اشنا شول  او په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې  یې  د بشر حقوقو د نړیوالې اعلامیې تر سرلیک لاندي زیاتره  همغه حقوق  په رسمیت  وپیژندل، چې اسلامی  شریعت  د پیدایښت  سره  سم  انسانانو ته  ورکړي و. مګر اوس عربي  نړۍ  په  ځانګړي  ډول د امریکا متحده ایالات  په  نړیواله کچه ځان  د بشرحقوقو ملاتړکوونکي معرفي کوي  او بشرحقوق دنړۍ‎ نورو ولسونو ته خپله  ډالۍ  بولي ، د نړۍ  بېلا بېل  هیوادونه  بشرحقوقو څخه د سرغړونې او نه  پاملرنې  په پلمه  ګواښي او ستونزې ورته  جوړوي ؛ خو په حقیقت او واقعیت کې د امریکا متحده ایالات  او متحدین  یې  په  ډېرو مواردو کې  د انسانانو همدا لومړني حقوق ترپښو لاندي کوي  او په  څرګند ډول  د بشرحقوقو د نړیوالې اعلامیې او تړونو څخه سرغړونه کوي  .وړاندې له دې چې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره څو بېلګې وړاندې کړم ،لازمه بولم چې  د بشرحقوقو تعریف وړاندې کړم .

بشرحقوق د نورو ټولنیزو مفاهیمو په څېر واحد تعریف  نه لري  د بېلګې په توګه یو شمېر علماء وایي  بشرحقوق هغه  حقوق  دی چې  ټول انسانان  لږ ترلږه  دهغې  درلودونکي  دي  ، چې  ددوي په هیواد ، ملت ، ژبه ، نژاد ، قوم …. پوري اړه نه لري .

د یو شمېر نورو علماو په اند: بشر حقوق هغه آزادی ، خوندیتوبونه او ګټې دي ، چې د منل شویوقوانینو، ټړونونو او  ارزښتونو پربنسټ باید ټول انسانان ، دهغې د درلودلو دعوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان بشر حقوق داسي تعریف کړیدي.

بشري حقوق یو شمېر سیاسي او مدني حقوقو ته وایي لکه د ژوند حق ، فرهنګي او اقتصادي لکه په کلتور ګې ګډون ، د خوراک حق ، د زده کړې حق ، د کار حق او داسې نور. که چیرته د تعریف لومړنی برخه یانې سیاسي او مدني حق په پام ونیسو، د امریکا متحده ایالات، چې نور هیوادونه د بشر حقوقو څخه په سرغړونه تورن وي ، پخپله د ژوند حق څخه د انسانانو د بې برخه کولو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی. یوازې په یوویشتمه پیړۍ کې یې په افغانستان او عراق کې د ماشومانو ، سپین ږیرو او ښځو په ګډون په زرګونو بې ګناه او بې دفاع کسان د ژوند د طبیعي حق ځخه بې برخې کړل.

۲: شکجنه د بشر حقوقو د ټولو تړونو او کنوانسیونو له خوا منع شویده؛ خو امریکا او متحدینو یې په عراق ، افغانستان او ګونتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانو کې د بندیانو پر وړاندې له جسمي او روحي شکنجې څخه کار اخیستو.

۳ د محاکمې پرته په زندان او توقیف خانه کې د تورن او شکمن ساتل هم د بشر حقوقو څخه سرغړونه ده ؛ خو امریکا په ګونتانامو او یو شمېر نورو زندانو کې په کلونو کلونو بندیان پرته له محاکمې ساتلي دي … او داسې.

۴ امریکا او متحدین یې د نژادي او مذهبي تبعیض په ناروغی هم اخته دي. په عربي هیوادونو کې یو شمېر مسلمانان دخپلو مذهبي مراسمو په ادا کولو او شرعي حجاب په اغوستلو کې د محدودیتونو سره مخامخ دي.

په فرانسه کې په اسلامي حجاب بندیز لکول ، دامریکا د آیوا په ایالت کې د رایه ورکولو او نورو امتیازاتو څخه د تور پوستو بې برخې کول او څو ځلې د شاوخوا ۱۰۵ میلیارده مسلمانانو د پاک او سپیڅلي الهي کتاب[ قران شریف] سوزول او بې حرمتي کول یې ښکاره بېلګې دي. سل ګونو داسې نور بېلګې شته چې عرب او متحدین یې د بشرحقوفو ملاتړکوونکې نه ،بلکې نقض کوونکي دي.

پوهیالی رباني وحدت

د شیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځي استاد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *