اکرام الله ګران په پښتو ادب او شاعرۍ کې یاد نوم دی او تر ډېره به یاد وي ، خو په خواشینۍ سره چې د پښتو ژبې دغه نومیالي شاعر له ژوند سره مخه ښه وکړه. پښتو او پښتانه نور د ارواښاد ګران له غزلیزو ملغلرو او ارزښتناکو سپارښتنو څخه د تل لپاره بې برخې شوه.

انا لله و انا الیه راجعون

د ارواښاد اکرام الله ګران مړینه ټولو پښتنو او افغانانو ته دردونکې، د ادب او غزلیزې شاعرۍ په ډګر کې لویه ضایعه ده. د ارواښاد ګران په حق کې د ستر څښتن تعالی دربار ته د دعالپې پورته کوو. اروا یې ښاده او یاد یې تاند غواړم. د ارواښاد اکرام الله ګران کورنۍ، خپلوانو، ملګرو او خواخوږو ته د دغه غم د زغم دعا کوم او په دې غم کې ورسره ځان شریک بولم.

لیکوال او شاعران د ټولنې سترګې دي. ډېرو هغو نالیدلو ته یې پام ور اوړي چې عام خلک یې نه ویني. اکرام الله ګران مو همداسې سترګور، ځیرک او نومیالی لیکوال، قلموال او شاعر وو چې د خپل ژوند زیاته برخه یې پښتو ادب او شاعري ته ځانګړې کړه. د نوموړي له برکته پښتو غزل، نظم او شاعري لا رنګینه شوه او وځلېدله.

ارواښاد ګران که نن زموږ په منځ کې نشته، خو د نوموړي شاعري او ارزښتناکې غزلیزې ملغلرې راسره دي. د نوموړي شاعري تر ډېره په انساني او سوله ییزو پیغامونو را ټوله ده. لسیزې او سلیزې به د ارواښاد شاعري زموږ د لارې مشالونه وي او موږ به د خپل ژوند د لارو او لوریو د روڼولو لپاره الهام او پیغامونه اخلو.

ډاکټر محمد اکرم خپلواک

2 thoughts on “د ډاکټر محمد اکرم خپلواک د ډاډګېرنې پیغام”
  1. انا لله و انا الیه راجعون
    د لوی او بخښونکی رب نه ورته د مغفرت غوښتونکی یو الله دی کورنی ته صبر جمیل ورکړی واقعآ چی یوه ستر ه ضایع ده

  2. ګران صاحب ته د الله پاک ښکلی جنتونه ورکړی، کورنۍ او نورو دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.، الله د پری ورحمیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *