په پښتو کې چې څومره د يونليکونو اړتيا ده، هغومره يونليکونه نشته. ښايي لامل يې يونليک ته زموږ د ليکوالو ته بې تمايلي وي؛ خو د دې تغافل تر شا نور لاملونه هم دي. مثلا: موږ په خپل ادب کې هومره ډېر يونليکونه نه لرو، چې د شعر يا داستان غوندې ورسره لوستونکى بيا بيا مخ شي او د سفرنامو ليکلو ته يې ولمسوي.
بل لامل يې يونليکونو ته د ادبپوهانو ناپامي هم ده. پر يونليکونو باندې د شعر او د نثر د نورو ډولونو هومره ليکنې نه دي شوي. که پر يونليک باندې ليکنې ډېرې شي او خلک د يونليک له خوند و اصولو خبر شي؛ نو دا برخه به هم بډايه شي.
له داستاني ادب سره د يونليک لوى توپير دا دى، چې د سفرنامې پېښې رښتيا وي؛ خو په کيسه ييز ادب کې دا اصل د تطبيق وړ نه دى. د سفرنامې پېښې که رښتيا نه وي، لوستونکى پرې باور نه کوي. له دې نه ښکاري، چې لوستونکى د نور ادب پرخلاف يونليک د واقعيت پر بنسټ لولي.
د طرز يا خبرې مبالغه هم پېښه د واقعيت له دايرې وباسي؛ نو کوم کار چې څرنګه ترسره شوى وي، همغسې يې انځورل پکار دي. پېښې ته له ښکرونو او وزرونو جوړولو ډ ډه پکار ده.
خو د دې مطلب دا د نه دى، چې ليکوال دې له ادبي ژبې استفاده نه کوي. د رپوټ يا د جغرافي معلوماتو او يونليکونو توپير په ژبه کې دى. د يونليک ژبه ادبي وي او ليکوال د بېلابېلو صحنو، منظرو او اشخاصو د انځورلو لپاره له توصيفي سبک کار اخيستاى شي. مثلا: د کابل ژمى له عقربه پيلېږي؛ خو عموما پکې ژمى لکه د دې ځاى د سرزورو غوندې زورور دى، منى چې څو پر ځان خبرېږي، ده يې ورمېږ ورتاو کړى وي. منى خبر وي، چې ژمى راپسې راخوشې دى؛ نو بس په څو ورځو کې دننه دننه خپلې کرشمې وښيي. پر طبيعت خپل رنګارنګ څادر خپور کړي. ډېرو شاعرانو له مني نه سر ټکولى. منى يې چې ليدلى، چې د پسرلي شنې ونې او رنګارنګ ګلونه رژوي؛ نو خپله داخلي نهيلي، بربادي او وىجاړتيا ورياده شوې ده؛ خو دا خبره سمه نه ده. منى هم خوندور وي؛ خو ژور نظر غواړي. په مني کې د ونو بوټو سرې پاڼې او ژيړغونى رنګ سړي ته خوند ورکوي. انسان عجيبه مخلوق دى، همېشه يې له ځان سره دوښمني کړې ده. کوم شي چې خوند ورکړى، هغه ورته خپل دوښمن ښکاره شوى دى.
د رښتين صاحب، شهرت ننګيال او د ځينو نورو له يونليکونو پرته زموږ زياتره يونليکونه په رسمي ژبه دي. له رسمي ژبې نه لوستونکى معلومات خو اخلي؛ خو خوند ترې نه شي اخىستاى. موږ وينو، چې زياتره ليکنې لوستوال د سبک له امله هم لولي. دا سبک يواځې شاعرانه نه وي، بلکې بې تکلفي هم د ادبي سبک ځانګړنه ده. بې تکلفۍ مطلب دا دى، چې ته چا ته کيسه کوې، چې لوستونکى د کمترۍ احساس ونه کړي. ټوکې ټکالې، خاطرې او طنز په سفرنامه کې خوند پيدا کوي.
رسمي ليکنې عموما په ګرامر برابرې وي؛ خو بې تکلفه ليکنې ښايي ولسي ژبې ته ورنېژدې وي. مثلا:
خو خبرې دې دومره هم بې تکلفه کېږي نه، چې لوستونکي ته بې ادبي ښکاره شي يا پکې د چا سپکاوى نغښتى وي. مطلب د سيوري او لمر پر بريد تګ پکار دى. که خبره رسمي شي، لکه زموږ زياتره يونليکونه چې دي، هم بې خونده کېږي او که ډېر بې تکلفه شي هم.
سفرنامه عموما د دوو فرهنګونو پر پرتله ولاړه وي. دا پرتله ارادي هم وي. ليکوال خپله ټولنه له هغې بلې ټولنې سره، خپله هېواد له ها بل هېواد سره پرتله کوي او لوستونکي ته وايي، چې د هغوى او زموږ ترمنځ څومره توپير او ورته والى دى. هغوى ولې پرمختللي دي او موږ ولې پاتې يو. په دې پرتله کې ښايي يا مشابهتونه ډېر وي يا توپيرونه. خو که ليکوال د دواړو پرتله ظاهر وهم نه کړي او د هغې ټولنې يو اړخيز انځور وکاږي؛ نو هم له ليکوال او لوستونکي دواړو سره خپله ټولنه په ذهن کې وي او دواړه ناارادي دا پرتله ترسره کوي. د هغه هېواد شنه غرونه ښايي، د خپل هېواد لغړ غرونه ورياد کړي يا د هغو خلکو يواځېتوب د خپلې ټولنې راشه درشه ذهن ته ورولي.
د يونليکونو ډېرې ګټې دي.
يوه دا چې د انسان فکر له تنګ چوکاټه راوباسي او انسانشموله کوي يې. لوستونکى چې د هغې ټولنې د خلکو فکر ولولي؛ نو ښايي پر مخالفت يا ړانده ملاتړه باندې يې فکر وکړي.
د فرهنګونو ترمنځ راشې درشې او راکړې ورکړې ته لار جوړوي.
لوستونکي د هغې ټولنې له اخلاقو، برياوو او ناکاميو نه په خپل ژوند کې استفاده کولاى شي.
لوستونکي ته د پېښو د ليکلو استعداد ورکوي او د انسان د سياحت تنده خړوبوي.
د نورو سفرونو او د سفرنامې لپاره د سفرونو توپير دا دى، چې نور سفرونه د يوه بهرني هدف لپاره ترسره کېږي. ښايي د سوداګرۍ لپاره وي، يا سياسي وي، يا د بلې کومې اړتيا له مخې وي؛ خو د سفرنامو سفر پخپله هدف وي. په نوره نړۍ کې ليکوال د سفرنامو د ليکلو لپاره سفرونه کوي. دا کار به موږ ته- چې بېوزلي يو- وزګارتيا او د پيسو غورځول ښکاري؛ خو اصلا داسې نه ده. د سفرنامو سفرونه تر ډېرو ضروري سفرونو مهم وي.