عکس: د سترې محکمې د دارالانشا د رييس جسد

تاند- وسله والو طالبانو په دوو جلا حملو کې د افغانستان د سترې محکمې د دارالانشا رييس او دوه بهرني پوځیان ووژل.

تېره شپه په بګرام کې د ناټو ځواکونو پر کاروان په بمي حمله کې دوه تنه بهرني پوځیان ووژل.

په افغانستان کې نړیوال ايتلاف، چې څو ورځې وروسته یې ماموریت پای ته رسېږي نن په یوه خبرپاڼه کې وویل:«دوه نړیوال امنیت ساتونکي پوځیان پرون د افغانستان په ختیځ کې د دښمن د حملې په نتیجه کې ووژل شول.»

اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا په کابل کې د امنیتي چارواکو په قول ویلي چې په دوو جلا بریدونو کې دوه امریکايي پوځیان او یو افغان چارواکی وژل شوي دي.

د دغه خبري اژانس د راپور پر اساس، د نړیوالو ځواکونو یوه پوځي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د بګرام هوايي اډې ته نژدې د امریکايي ځواکونو پر کاروان برید وکړ چې په پایله کې یې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.

دا په روانه میاشت کې، چې له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو د بشپړه وتلو میاشت ده، لومړني بهرني پوځیان دي چې وژل کېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس د دغو دوو پوځیانو له وژل کېدو سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد.

د هغوی په منځ کې ۵۰ تنه امریکایان دي.

له بلې خوا نن سهار نامعلومو وسله والو کسانو د کابل په شمال لوېدیځ کې د سترې محکمې د دارالانشا رييس عتیق الله روفي وویشت.

وسله والو طالبانو د دواړو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل چې وسله والو نن سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د پنځمې امنیتي حوزې د دیوان بیګي په سیمه کې پر نوموړي حمله وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *