پکتیا/ نوراحمد حیران

د پکتيا ولایت کثيرالرشتوي انسټيتيوټ څخه په لومړي ځل ۲۱۳ تنه محصلين فارغ شول. د يادو محصلينو له ډلې يې ۴۹ د کمپيوټر ساينس، ۷۶ د ساختماني انجينري، ۳۴ په برېښنا او پاتې ۵۴ هم د کرنې په برخه کې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغ شول.

د محصلينو ته د فراغت د اسنادو ورکړې لپاره يوه غونډه جوړه شوې چې په کې مرستيال والي، د انسټيټيوټ مسؤلينو، د مدني ټولنو فعالانو، زده کوونکو او د محصلينو د کورنيو غړو ګډون کړی و.

د کثيرالرشتوي انسټيټوټ مدير ظاهر شاه ظهير د محصلينو په فراغت خوښي څرګنده او ويې ويل چې دا د انسټيټيوټ لومړي فارغين دي چې ټولنې ته وړاندې کيږي. فارغ شوي محصلين د فراغت له امله خوښ دي او غوښتنه کوي چې د لوړو زده کړو زمينه دې ورته برابره او يا هم په خپله برخه کې کار ورکړل شي.

دا لومړی ځل دی چې له دې انسټيټيوټ څخه محصلين فارغيږي. ياده دې وي چې په دې انسټيټيوټ کې دمګړۍ هم ۴۰۰ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *