اورنګ مختار-

په وروستيو ١٣ کلونو کې افغان ماشومانو او ځلميانو ته د تعليم او تحصيل زمينه د پخوانيو کلونو په پرتله ښه برابره شوې ده چې سترګې نشي پرې پټيدلاى، د دولتي ښوونځيو او پوهنتونو ترمنځ خصوصي ښوونځي او د لوړو زده کړو ګڼې خصوصي موسسې او پوهنتونونه د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې رامنځته شول، په لومړيو کلونو کې د ١٣٨٣ تر ١٣٨٩ کلونو پورې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو په خپل منځ کې د سالم رقابت له امله د ګڼو محصلانو پام د ځان پر لور راواړولو، د دغو موسساتو په ډېرېدا سره د دې موسسو په منځ کې داسې موسسې هم شته چې تش په نوم فعاليت کوي اوناپېژاندو محصلانو ته د طب، عالي نرسنګ، فارميسي، اقتصاد، حقوقو… په برخه کې دفراغت سندونه ورکوي. دغه موسسات د دې لپاره چې د خپلو لوکسو ودانيو کرايې او د استادانو معاش او د ځان ګټه برابر کړي حتى داسې محصلين هم په يوه عادي ازموينه لوړو پوهنځيو ته جلبوي چې سم ليکل او لوستل نشي کولاى او د تحصيل په دوره کې يوه ورځ هم په ټولګي کې نه حاضريږي، خو د هر سمستر فيس بايد هغوى ته تحويل کړي آن داچې يوشمېر دغه محصلان ازموينه هم نه ورکوي او ډېرى يې په نورو ولايتونو کې اوسي ، چې د سند ترلاسه کيدو وروسته همدغه کسان د فارمسيست، نرس، قابله او ډاکټر په حيث په کلينيکونو او روغتونو… کې په کار ګومارل کيږي، دغه کسان چې يوه ورځ يې د خپل پوهنتون، يا خصوصي موسسې دروازه نده ليدلې ډېرى يې په نا امنه ولايتونولکه هلمند، کندهار، زابل، غزني ، وردګ،پکتيا، پکتيکا، ارزګان، بادغيس، فراه ،… ولايتونو کې په مرکز يا ولسواليو کې په کلينيکونو کې د طبي کارکوونکو په توګه په اسانۍ مقررېږي، دولت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت د داسې موسسو په کلکه مخنيوى وکړى، چې له زده کړې ورکولو پرته محصلان فارغوي، دلوړو زده کړو وزارت د د افغان ولس په ژوند او روغتيا د دڅو پيسو په مقابل کې لوبې نه کوي، د هېواد کشفي او عدلي ارګانونه هم په دې برخه کې ستر مسئوليت لري څو د اسنادو په ترلاسه کولو سره د هغو خصوصي موسسو مسئولين تر پوښتنې لاندې ونيسي چې په غياب کې د فيس په مقابل کې خلک د محصل په توګه مني او ناليدلي محصلين فارغوي، د دغو فراغتونو هره برخه يې د افغان ولس سره خيانت دى، خو د طب په برخه کې د غايب محصل استخدام او د فيس په مقابل کې د هغه فراغت د کړيدلو افغانانو له ژوند سره لوبې دي اودا د لوړو زده کړو وزارت يو سترخيانت او ټمبلي ده، دغه وزارت خصوصي موسساتو ته يوازې د جواز ورکولو مسئوليت نه لري ، بلکې دا مسئوليت هم لري چې د يادو موسسو له کاري مسئوليت څخه څارنه وکړي او هغه خصوصي موسسات مجازات کړي چې د جيب ډکولو په موخه غايب محصلان استخداموي، د دغو محصلانو له ډلې دوى داسې محصلان هم لري چې د کيميا او بيولوژي په تعريف نه پوهيږي او املايي ستونزې لري.

غايب محصلين دوه ډوله دي چې تش په نوم په لوړو زده کړو موسسو کې محصلان دي، يو ډول يې سياسي کسان دي چې په ولس کې د نفوذ له امله په ولايتي شوراګانو، ملي شورا، کې غړيتوب لري يا يې د غړيتوب يوه دوره تيره کړې، خو ډېر کم سواد لري خو اوس د مسئوليتونو او خصوصي کارونو د زياتوالي له کبله درس ته نشي حاضرېدلاى يا د درس زده کولو وړتيا نلري، د دې کسانو څخه ډېر شمېرېې په اونۍ کې يو ځل يا دوه ځل او يو شمېر يې په مياشت او سمستر کې يو ځل حاضريږي، دويمه ډله ښځينه محصلانې دي چې له لومړي سر څخه يوه ورځ هم درس او آن ازموينې ته نه حاضريږي ، خو نوم يې په حاضري کې ليک وي او د محصل د ولي لخوا يې فيس ورکول کيږي، داکسان له لومړي سمستره تر اخره پورې حاضري لري خو په غيابت کې حاضريږي او د فراغت سند ورکول کيږي چې دا چاره يې ډېره خطرناکه ده، همدې ټکي ته په پام اوس ډېرى زده کوونکي په ښوونځي کې سم درس نه وايي او خپلې راتلونکې ته د خصوصي زده کړو د موسسو سره د جوړجاړي له کبله هيلمن دي ، دوى په خپل محيط کې داسې ډاکټران او نرسان ويني چې له درس ويلو پرته فارغ شوي دي، هم دنده لري هم اصلي سند، دلوړو زده کړو وزارت دروند مسئوليت لري څو د دا ډول کارونو مخنيوى وکړي او ددغه ستر مسئوليت خيانت له ځان څخه لېرې کړي.

One thought on “د لوړو زده کړو يو شمېر خصوصي موسسې غايب محصلين فارغوي”
  1. وایی چی اوښ ته یی ویل چی ملا دی کږه ده هغه ورته وویل چی کوم ځای می سم دی وروره دولت ټول دفساد نه ډک دی خو په هر ترتیب ترڅو چی په فساد کی اخته کسان په دی دولت کی وی فکر نه کوم چی داهیواد دپرمختګ په لور ګام واخلی الله ج دی دغه خلکو ته هدایت وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *