عصمت الله سلام / غزني –
نن ورځ پیلنۍ ( شنبه) چې د ۱۳۹۳هـ ل کال د لیندۍ له ۲۲ سره سمون خوري، لرغونی غزنی د ( ژوند مدني ټولني) د یوې پرتمینې غونډي شاهدوه.
یاده غونډه د غزني ښار د مسلم خصوصي پوهنتون په تالار کې د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو پیل شوه.
د سلګونو ګډونوالو په منځ کې یي قومي مخورو، دیني پوهانو، د ولایتي شورا استازو، د بیلابیلو روغتیایي او ښوونیزوو بنسټونو غړو، د بیارغونې اړوند پرمختېایي موسیسو مشرانو او مسولینو، د مخابراتي شرکتونو استازو او کارکوونکو اویو شمیرنور روڼ آندو ځوانانو برخه اخیستې وه.
غونډه د ښاغلي مولوي صیب ظهور احمد په خواږه غږ کې د قرآن مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه.
ورپسې دهیواد ملي سرود اورولو په ویاړ، ګډونوال پر خپلو ځایونو ودریدل.
ورسته د ژوند مدني ټولني مرستیال، ښاغلي محمد فاروق بویا ګډونوالو ته هرکلی او ښه راغلاست و وایه.
له نوموړي ورسته، په غزني ولایت کې د شکایتونو اوریدلو کمیسون مشر، ښاغلي عبدالله ویدیال هر اړخیزه وینا وکړه.
د غونډي درېم ویناوال د غزني ولایتي شورا مرستیال ښاغلی عبدالجامع جامع و، چې د مدني ټولنو د مسولیتونو او ارزښت په اړه یي ژورې څرګنونې وکړې. ښاغي جامع د وړاندیز په ډول وړاندي و ویل:
ژوند مدني ټولنه باید ملي مشارکت په پام کې ونیسي ..
ورپسې په غزني کې دنثارروغتون مشرښاغلي ډاکتر خیرالدین نثاردموضوع په تړاوخبري وکړي اوپه پای کې یې دژوندمدني ټولني غړو ته وعده ورکړه چې دمسلم پوهنتون تالاردیادې ټولني په چوپړکې ده .
دډاکترنثار له خبروڅخه ورسته دژوندمدني ټولني منشي ښاغلي ډاکترغلام عمرعیان دژوندمدني ټولني دموخواوکړنودڅرګندولوپه موخه ددريځ مخته ودریده اودغونډي ګډونوالوته یې دژوندمدني ټولني اساسنامه (تګلاره) اوهغه راپور چې په تیرکې ددې ټولني دکړنوپه موخه ترتیب شوی وه واوراوه .
ورپسې په غزني کې دثبات ( سیکا) موسیسي ریس ښاغلي جاویدرفعت ویناوکړه چې وینایې دخلکوله تودهرکلي سره مخ شوه ښاغلي رفعت وویل چې که چیرته موږیو بل ته لاسونه ورکړونولري نه ده چې داکښتۍ به ترمنزله رسیږي ښاغلي رفعت زیاته کړه چې مدني حرکتونه دې چې یوه سیمه دثبات خواته بیایې .
په پای کې دغونډي ټولوګډونوالوپه یوه غږدژوندمدني ټولني ملاتړوکړاوزیاته یې کړه چې په دې برخه کې به له هیڅ ډول مرستوڅخه سپمااودریغ نه کوي.
غونډه مازدیګرمهال په ۴:۰۰ بجي دقومې مشرښاغلي ګلان میرپه دعایې پای ته ورسیده .
پاته دې نه وي چې ددریځ چاري په غزني کې دکلیدراډیوویاندښاغلي وحیدالله جمعه زاده اودشمشاد تلویزون ولایتي ریپورټرښاغلي ابراهیم امیري په مخ وړي .