سهار چې دفتر ته تلم جارج د خپل کور د حوض څنګ ته اوږد غځیدلی و. ماښام چې راتلم جارج په چمن کې نغري ته نژدې ډډه وهلې وه او د اور لمبو ته یې کتل. ورته ومې ویل:

– نن مو وروسته له ډیر وخته رخصت کړی

جارج د ږیرې تارونه ومروړل:

– اوس هم په کار کې وم

– څرنګه؟

– له دریزیدن څخه مې یو څه مال ویانا ته لږه په هغه مې فکر کاوه

– سهار هم له حوض سره داسې په چرت کې وې

جورج پر ږیري ژر ژر لاس تیر کړ:

– سهار مې بیا سوچ کاوه چې په دریزیدن کې مال واخلم که نه

– ژوند په خپله روان دی ګومان کوم په چرت نه سره سمیږي

جارج د نغري بلې غاړې ته ایښې چوکۍ ته اشاره وکړه:

– ته راځه کښینه که وخت لرې.

ده د نغري لرګي سره نژدې کړل او ویې ویل:

– یو وخت چې به د یکشنبې په ورځ رخصت وم او سهار به ناوخته راویښ شوم نو دومره خوند به مې اخیست چې له دوشنبې به بیا د راتلونکې یکشنبې انتظار ته خوشاله وم خو اوس ژوند هغسې نه دی

– د عمر تاثیر نه دی؟!

ده سر وخوځاوه، اور ته ځیر شو:

– ما ځان نه دی بدل کړی څو کاله وشو چې ژوند مې ټول کار شوی، خوند مې هیر دی د همدې لپاره مې نن رخصتي وکړه، سهار د عادت له مخې وخته پاڅیدم هرڅه چې په اړخ را اړخ اوښتم خوب نه راته نو ولاړم لمبا ته، اوس هم همداسې راغلم دلته مې لرګي سره کوټه کړل چې له اوره خوند واخلم خو ونه شو

– ګومان کوم چې انسان تیر وخت ته نه شي ورګرځیدلی

جارج یو لرګی اور ته ورواچاوه او په یوه سیخ یې سکروټې وخوځولې:

– د تیر وخت له تجربو که ګټه واخلو او نوې ورسره یوځای کړو نو خوندونه به دوه شي خو اول باید د بې خوندۍ علت ورک کړو چې په خوند عادت شو

ما اور ته وکتل، په شنه چمن او تیاره ماحول کې یې شغلې ډیرې رڼې راته ښکاره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *