راپور: فضل الربي امیري

د ستر واکمن په سپېڅلي نامه

کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ لمريز کال د لېندی د میاشتې په ۱۴مه نېټه د قرغې د غرونو په لمن کې د غازي محمد جان خان په منیځني ښوونځي کې خپله غونډه وکړه.

غونډه د مجیب الرحمان محمودي لخوا د قران عظیم الشان په آیتونو پیل شوه .

ددې غونډې مشري ښاغلي شفیق الله امیرزي کوله مېلمانه یې ښاغلي رفیع الله ارمان اوامېد وو.

دغونډې په لومړي سرکې د فضل الربي امیري لخوا د۴۰مې غونډې راپور وړاندې شو.

په راپور کره کتنه وشوه.دغونډې ګډونوالو په راپور باندې ډول ډول نظرونه ورکړل.

مجیب الرحمان وویل دامیري راپورونه د پخوا پر تله ډېر ښکلي شوي دي .

په راپور کې لږ ستونزه وه هغه ستونزه داده چې کله د چا نظر را اخلې د متن مهم ټکې را اخله او هدف پوره ورسوه

ګل آغا احمدي هم په راپور باندې خبرې وکړې ،راپور ښکلی و ځینې ټکي پکې ګونګو وو.

وروسته شفیق الله امیرزي په راپور خبرې وکړې.

دراپور لومړی جملې ګونګې وې،دا راپور فکر کوم چې ادبي راپور دی.

خو زه دراپور اوګزارش تر منځ سم توپیر نشم کولای چې دغه ته اوس راپور ووایم که ګزارش خو زیاتره خلک دې ته ادبي راپور وایي دا ځکه چې دخلکو نظرونه هم پکې راټول شوي دي.

او بل داچې ځینې کلمې امیري اضافه کارول یې استاد غضنفر ویلي دکلمې په خپرولوکې دومره سخت اودقیق و اوسی لکه چې تاسو پیسې مصرف کوی او په کمو کلماتوکې ډېرمطلب راونغاړی.مثلا په یوه ځای کې امیري ویلي دي چې احمدي په ملاله خبرې وکړې ده زیاته کړه جوخت یې ورسره ویلی داکلمه باید په داسې وخت کې راغلې وای څوجملې دد له خولې راوتلې وای بیا یې ویلي وای چې ده زیاته کړه.

دغونډې بل ګډونوال حبیب وقاردراپور په اړه نظر ورکړ.

ما چې څه د راپور په اړه ویل هغه ټول احمدي صیب،امیرزوی،او نورو ګډونوالو وویل.

خوبیا هم دامیري څخه ډېره مننه چې راپور په خپله لیکي او په خپل وخت سره یې خپروي که چېرته څوک په راپور کرکتنه کوي ده د دلپاره ډېره کټوره ده کومه تجریبه چې دی دلته ترلاسه کولی شی هغه په درسونو کې نه شی ترلاسه کولی.

لکه څرنګه چې مخکې امیرزي صیب هم وویل چې ریپورټ اوګزارش څه توپیر سره لري زه چې څومره معلومات لرم ګزارش دري کلمه ده او ریپورټ انګلیسي کلمه ده چې په راپور اطلاق کېږي.

اکثریت ځای یې دمفرد او جمع لپاره (و) په سمه توګه نه دی استعمال کړی ډېر ځایه یې دمفرد لپاره دوه (وو ) استعمال کړي دي.او دجمع لپاره یو (و)

د غونډې په دوهم پړاو کې ښاغلي محب الله آرمل خپله کیسه چې سر لیک یې دی څلور ورځې ګډونوالو ته وړاندې کړه.

وروسته په کسیه کره کتنه وشوه،احمدي وویل (دې کیسې باید ډېرې غوتې درلودلی وروسته پرانیستلې شوې وای،تلوسه یې زیاته درلودی او شېر محمد چې د عبید پلار دی بېرته پېښمانه شوی وای او خپل زوی یې درسونو ته هڅه ولی وای تر څو نور خلک هم ددې کیسې څخه عبرت واخلي.

او بل دا چې آرمل ویلي و زده کوونکي را غونډ ول داپه لیکنه کې نه راځي باید ویلي یې وای چې زده کوونکي راغونډ وو.

بیا مجیب الرحمان محمودي په کیسه باندې خبرې وکړې((ډېر قوي پیغام پکې دی او بل داچې په کم عمر کې واده کول زموږ په ټولنه کې رواج دي چې د زده کړې خنډ ګرځي

او ماشومانو ته په کم عمر کې ودونه ونه کړو،د کاشکي د کلمې پر ځای د درېغی کلمه استعمال شي .

او دکسې پیل د غوټې څخه پیل شوی وای باید غوټې پکې ډېرې وي

دکسې تصویر ډېر مهم دی چې تصویر یې سم نه و.منطق یې قوي وي عقل یې ومني .

وقارهم د آرمل دکیسې په اړه خپل نظر ورکړ((ښه پیغام یې درلود که چېرې د زده کړو په اړه کیسې ولیکو ډېر به ښه وي په کیسه کې تلوسه ډېره مهمه وي چې د تلوسې له طرفه ډېره ضعیفه وه ،او په داسې یوه کلمه پیل شي چې ډېره حیرانه وونکې کلمه وي.

په کیسه کې تصویر ډېر مهم دی ،پیل اوپای هم مهم دی.

که دکلي ځوانان او د ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي پر ځای یې داسې ویلي وای چې په کلي کې ډله ځوانان دپنډو سره ولاړ وو دکیسې پیل به ډېر ښکلی معلوم شي.

او بل داچې په (۶)مې واده کړی معلومه نه ده چې په (۶)لکه ،زره،سوه دا تعداد باید معلوم شي

د غونډې په درېم پړاو کې مشاعره پیل شوه په مشاعره کې ماشومانو هم ګډون کړی وو غونډه یې لا رنګینه کړه ،دغونډې ګډونوالو ښکلي شعرونه وړاندې کړل .

غونډه ددعایې په ویلو سره پای ته ورسېده ،راتلونکې غونډه چې دوه اوونی وروسته په همدې ځای کې تر سره کېږي د پوهنې د بڼ ګلونو ته هغه زده کوونکي چې اوله،دوهمه،درېمه درجه بریالي شوي دي ستاینلیک ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *