وایي یو وخت په یوې سیمې باندې د شپې لخوا طوفان راغلی و، سخت طوفان نه و، خو د طوفان باد به چې په چا ولګیده هغه به سم د لاسه جامې ایستلې او لنډ لغړ به شوو … له جامو سره به یې داسې احساس کاوه لکه په عادي حالت کې چې چا جامې نه وي اوغوستلي…دا د هغې زمانې کیسه ده چې لا ډیرو انسانانو کورونه نه درلودل او په غارونو او خیمو کې اوسیدل.
چې کور نه وو نو له شمال پناه کیدل ګرانه وو، همدا وه چې سهار د سیمې خلک لوڅ لغړ په خپلو کارونو پسې روان شول.
باچا او څو د ګوتو په شمیر وزیران یې چې په قصر کې وو، له باد څخه په امان پاتې وو. دوی د باچاهۍ په ماڼۍ کې ویده وو چې کله له خوبه پاڅیدل، خپلو خلکو ته یې وکتل، نو حیرانه شول چې دا څه پیښه ده. دوی له ماڼۍ نه راووتل چې ولس ته خبرې وکړي چې دا څه کوي؟
خو له ماڼۍ نه له راوتلو سره سم ولس ورباندې چیغې کړې چې باچا او وزیران لیونیان شوې دي ګورئ جامی یی اغوستی دي… نارینه، ښځينه او ماشومانو پسې خندل.
.باجا هوښیار وو نو سمدستي یې جامې وایستلې او وزیرانو ته یې امر وکړ چې جامې وباسي او له ولس
سره یو شان شي.
د وخت له تیریدو سره چارواکو بیرته ولس ته وویل که داسې یو شی له ځانه چاپیر کړو چې په لمر که مو له ګرمۍ او په سړې هوا که مو له یخنۍ وساتي دا به ښه وي. ولس ته د باچا خبره ښه ښکاره شوه او بیرته یې ځانونه پټ کړل او عادی حالت ته راوګرځیدل…
نو دې پخوانۍ کیسې ته په کتو سره له هغو کسانو سره ټکر مه کوئ چې باد وهلي دي، له هغوی سره ملګري شئ او ورته ووایئ چې دوی ښه خبره کوي او غوښتنې یې تر ډیره حده پر ځای دي، خو د وخت له نزاکت یې خبر کړئ… او په موقع بیا ورته ووایئ چې د حل لاره څه ده