تاند- د تېلو د بیې ټیټېدو د نړۍ د تېلو اکثرو صادروونکو هیوادونو ته سخت تاوان اړولی خو د تېلو مصرفوونکو ته یې ګټه رسولې ده.
روسیه، سعودي عربستان، ایران، کویت، کانګو، ګینې او انګولا هغه هیوادونه دي چې زیان یې کړی دی.
د دوی په منځ کې هغو هیوادونو چې د عوایدو لویه برخه یې تېل تشکیلوي لا زیات تاوان کړی دی.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ګینې، انګولا او ایران په ځانګړي ډول زیات زیان لیدلی دی.
د اقتصادي چارو ماهران وايي، که د تېلو اوسنۍ بیه ۶ یا ۸ میاشتې نوره هم همداسي پاتې شي سعودي عربستان به ۱۱۷ ملیارد ډالره زیان وکړي. روسیه هم، چې له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ ده، ممکن نژدې ۱۰۰ ملیارد ډالره زیان وکړي. کویت به ښايي ۳۲ ملیارد ډالره له لاسه ورکړي خو د دې په مقابل کې به امریکا شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالره ګټه وکړي.
چین، جرمني، فرانسه او جاپان به هم ګټه وکړي خو تر ټولو زیاته ګټه د دې لپاره امریکا کوي چې د نړۍ د تېلو تر ټولو ستر مصرفوونکی او واردوونکی هیواد دی.
د امریکا د باندنیو چارو پخوانی سلاکار ترور هاوزر باوري دی چې که په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د تېلو په بیه کې زیات تفاوت رانغی، چې غالباً نه راځي، د نړۍ د تېلو تر ټولو ستر واردوونکی یعني د امریکا متحد ایالتونه به ۵۰۰ ملیون ډالره وسپموي.
د تېلو د بیې ټیټېدا به د امریکایانو پېرودوس ( د پېرودلو توان)۹۰ ملیارد ډالره زیات کړي او دا کار به په امریکا کې تولید او اقتصادي وده زیاته کړي.
په همدې منځ کې د تېلو څو صادروونکو د معمول خلاف د تېلو د بیو له ټیټېدو تاوان نه بلکې ګټه کړې ده. قرغیزستان، د سیشل ټاپوګان او جیپوتي ته د تېلو د بیې کمېدو تاوان نه دی اړولی. دغو هیوادونو له تېلو پرته نورو صنعتونو او د هغو صادراتو ته یې پام زیات کړی دی.