تاند- ساینسپوهانو داسي مصنوعي مرغۍ جوړه کړې چې د کوچنیو بې پېلوټه الوتکو په شان ږغ نه لري او بڼه یې دومره مرغانو ته ورته ده چې اکثره مرغان یې هم نه پېژني چې مصنوعي مرغۍ ده.
دا مصنوعي الوتونکې د مارغانو په شان وزر وهي او نورو مارغانو او حشراتو ته هیڅ راز زیان او مزاحمت نه پېښوي.
د دې الوتونکې وزن صرف ۹ ګرامه دی او د الوتو لپاره د مرغۍ د هګۍ هومره بېټرۍ ته اړتیا لري.
حاضردمه په دې کار روان دی چې د دې الوتونکې د بېټرۍ د چارج وخت اوږد او دوامدار شي.
له دې الوتونکې څخه په جاسوسۍ کې کار اخیستل کېږي او دومره مرغه ته ورته والی لري چې انسان یې هم نه شي پېژندلی.
دا الوتونکې وسیله د بلوټوت له لارې له سمارټ فون یا کمپیوټر سره وصل کېږي او تر شاوخوا ۱۰۰ مترو پوري کنټرولېږي.
د دې معنا دا ده چې که دا مصنوعي مرغۍ تر ۱۰۰ مترو لېري لاړه شي بیا یې ریموټ کنټرول نه شي ایسارولی. خو ساینسپوهان په دې هم کار کوي چې د بې پېلوټه الوتکې په شان یې د کنټرول ساحه پراخه کړي.
دا مصنوعي مرغۍ به تر ۲۰۱۶ کال پوري بازار ته راووځي خو پرمختللې بڼه به یې، چې پټه کامره او د ږغ ثبتولو اله به ولري، ښايي یوازې استخباراتي ادارو ته ورکړای شي.