ژباړه: بشیرالله مخلص شینواری –
مال، دولت، د عیش او آرام وسایل او اسباب، د سکون او اسانتیاوو ساز او سامان، ټول د الله تعالی نعمتونه دی. په هر دور کې انسان د دې نعمتونو د حاصلولو او د دې څخه د خوند او مزی اخیستلو کوشش کړی دی. او الله پاک د خپل حکمت او مشیت په بنا هر چاته یوه اندازه برخه ورکړی ده. د دې نعمتونو د حاصلولو په باره کې څوک دا ویلی شی چې دا غلط او ناخوښه دی، مګر په اوسنی دور کې د دې نعمتونو لاسته راوړل د هوس او حرص شکل اختیار کړی دی. او دې هوس خلک په داسی تیاره کې اچولی دی چې د قناعت په مفهوم ېی پوهیدل او پوهول ډیر سخت کار دی. د اخلاقو په فهرست کې به د قناعت عنوان ضرور په لاس درشی خو په انسانی ژوند کې د قناعت مصداق پیدا کول ډیر سخت شویدی.
که چیری هوس، حرص او لالچ په یو مجلس کې ذکر شی نو داسی څوک به پېدا نشی چې ددې څخه د نفرت او بی زارۍ اظهار ونکړی. لیکن په عملی توګه داسی محسوسیږی چې په دی دور کې د هر انسان نصب العین په شعوری او لا شعوری توګه همدا دی. چې هغه زر تر زره دولتمند او سرمایه دارشی او د هغه محل دې د نورو د محلونو نه لوړ او دنګ او پراخه وی.
هر یو په دی سُر او تال کې ډوب دی چې د زیات نه زیات دولت راټول کړی، هوسا، آرام او د عیش عشرت ډیر نه ډیر اسباب د ځان لپاره مهیا کړی. د زیب و زینت شیانو څخه خپل مال حال مزین کړی. ترڅو د عزیزانو، خپلوانو، د څنګ ملګرو او دوستانو په مینځ کې ېی فوقیت، عظمت او منزلت راونه غورځیږی. په مجلس کې کینی او د لکونو خبری وکولی شی او د هغه اسبابو او وسایلو تذکره وکولی شی چې د کومو په وجه د ننی ژوند د قدر او عظمت معیار جوړ شویدی. غوره لباس، ښه نه ښه موټر، شانداره ماڼۍ، او د زیب وزینت ساز او سامان سره په نورو رعب غورځول او خپل فوقیت او برتری ښودل د نن ورځی عام رغبت او میلان ګرځیدلی دی.
د ټولو نه زیات د افسوس ځای دا دې چې کوم خلک د انسانیت په قدرونو پوهیږی، او د آخرت د ترجیح خبری کوی، او په عام رجحان او میلان باندی اعترضونه کوی، او په دی بد فکر باندی د غم او افسوس اظهار کوی. هغوی هم د عمل او ټولنی په زندګۍ کې انسان په هماغه پیمانو سره اندازه کوی، بیا د هغې مطابق د انسان مقام او منزلت تعینوی او ورسره معامله کوی.
الغرض ګرده ټولنه د دولت په حرص او لالچ کې بی تحاشا منډی وهی. هر یو د دولت حرص او هوس لیونی کړیدی. هر سړی په دې فکر کې وده کیږی چې د شپی چیرته یو ښایسته خوب وګوری اوچې سهار وختی پاڅی نو د میلونونو روپو خاوند وی. په څو شیبو کې سرمایه دار جوړیدلو هوس شاید د هغې زمانی خصوصیت دی. داسی محسوسیږی ګویا چې د الله جل جلاله دغه نائب ځمکې ته د همدې لپاره رالیږلی شوی دی. هغه د کایناتو علم هم د دې لپاره زده کوی چې د دنیا مال او دولت لاسته راوړی او د عیش او عشرت ټول اسباب ځان ته برابر کړی. د ټولنی هر فرد، الا ما شاء الله په همدی مرض مبتلا دی. هغه د ګوتو په شمار ورځو کې چې څومره دولت لاسته راوړلی شی باید راوړی، د دینه بغیر ېی د ژوند هیڅ مقصد نشته. دغه د انسان معراج دی، دا ېی د قدر او عظمت علامه ده، او دا د انسان د فکر استعداد او قوت او مقصد دی.
تاسی چې چا سره اړیکه جوړوئ یا ورسره اړیکه شلوئ، د زوی یا لور خپلوی او رشته چاسره کوئ، یا د خپلوئ نه انکار کوئ، یا په ټولنه کې ټولنیز تعلق جوړولو او پریکولو سوال راشی، نو اولین شی چې د تعلق جوړولو او چاته د نزدی کیدلو په باره کې فیصله کوئ هغه دنیا او دولت دی. د خپلوۍ قایمولو په وخت کې چې کومی پوښتنې په طبعی شکل د ذهن په کنارو کې ګرځی هغه څه داسی وی، د دولت او ثروت ېی څه حال دی؟ تجارت ېی په کومه اندازه کې دی؟ آمدن ېی څومره دی؟ هستی، جایداد او ژوند ېی څرنګه دی؟
په دی پوښتنو کې کله هم د دین او اخلاقو سوال مخې ته نه راځی او که چيری هم کومه پوښتنه راولاړه شی نو د دین او اخلاقو لږ تصور باندی هم زړه ته اطمینان ورکوو. همدی وجې نه فیصله په مال او دولت وی نه په دین او ایمان. د دی برعکس که چیری د ایمان او اخلاقو معیار په اعلی درجه کې وی، خو د مالدارۍ او ثروت کچه ېی ټیټه وی، نو د غربت او افلاس په وجه څوک ورسره خپلوی ته زړه نه ښه کوی. اګر که د ایمان او اخلاقو معیار ېی هر څومره اوچت او لوړ وی.
د امت د زوال او ذلت اساسی وجه همدا ده چه په ټولنه کې د ایمان او اخلاقو بې قدری عامه شویده. د عزت او منزلت معیار دولت او ثروت ټاکل شویدی. صادق او امین پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: کله چې د مسلمانانو په ټولنه کې د دین او اخلاقو قدر او قیمت ختم شی نو په ځمکه کې به فتنه او فساد خور شی. نن زمونږه ټولنه د همداسی مصیبتونو او خواریو سره مخامخ ده.
د بل چا سره که انصاف کولی شی یا نشی کولی، د بل چا لپاره که سنجیده ېی یا نه ېی، لږ تر لږه د خپل ځان سره خو د انصاف او سنجیدګۍ معامله وکړه. الله پاک درته زامن او لورګانی درکړی دی. د دنیا په ټولنه کې به ستا د لورګانو او زامنو ودونه کیږی. د مرکې کولو او مرکې راتللو په وخت کې کله هم تاسی ته د دین او اخلاقو سوال مخې ته راغلی دی؟ تا د ملګرو سره د ملګرتیا اساس څه شی ایښی دی؟ ایا ستاسی په نزد معیار دین او ایمان دی، یا محض دولت او ثروت؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ او تاسی ته یو معیار راکړی دی. که چیری دغه معیار مخی ته کیږدو او ټولنه دغه معیار د یو اصلی معیار په شکل قبول کړی نو امت مسلمه به د ذلت او خوارۍ ښکار نشی. لیکن دا امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم معیار ته د معیار په نظر نه ګوری، او د خپل ذهن او فکر نه ېی د ټولنی لپاره یو جدا معیار جوړ کړی دی. نو د دنیا هیڅ طاقت، دولت او جایداد به ېی د ذلت او رسوایۍ او فساد او فتنی څخه بچ نکړی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: اِذَا خَطَبَ اِلَیْکُمْ مَن تَرْضَوْنَ دِیْنَہٗ وَخُلُقَہٗ فَزَوِّجُوْہٗ اِنْ لَّا تَفْعَلُوْہُ تَکُنْ فِتْنَۃٌ فِی الْاَرْضِ وَفَسَادٌ کَبِیْرٌ (ترمذی، عن ابی ہریرہؓ) که چیرې تاسی ته د د اسی یو چا له طرفه مرکه راغله چې د هغه د دین او اخلاقو څخه راضی او مطمئن وئ نو (بلا تاخیر) د هغه سره خپلوی وکړئ، که چیرته داسی ونکړئ نو په مخ د ځمکی به فتنه خوره او ډیر غټ فساد به برپا شی.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جلۍ انتخاب په باره کې داسی لارښوونه کړی ده، تُنْکَحُ الْمَرْءَ ۃُ لِاَرْبَعِ لِمَالِھَا وَلِحَسْبِھَا وَلِجَمَالِھَا وَلِدِیْنِھَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّیْنِ تَرِبَتْ یَدَاکَ (بخاری، مسلم، عن ابی ہریرہؓ)، د یوې ښځی سره واده د څلورو شیانو په خاطر کیږی، د مال په خاطر، دنسب په خاطر، د جمال او ښایست په خاطر او د دین په خاطر نو تاسو ورنه دین انتخاب کړئ لاس دی په خاورو شه.
ددې خبرو مقصد هیڅکله دا ندی چې دین کې د مال دولت، حسب او نسب او ښایست او جمال هیڅ حیثیت او مقام نشته بلکه د دې شیانو لحاظ هم ساتل پکار دی او دا هم د الله پاک نعمتونه دی. د دې نه صرف نظر کیدل او د دې بې قدری کول کومه د عقلمندۍ خبره نده. په دنیا کې د اړیکو جوړولو او په ټولنه کې د اوسیدلو، یا د رشتی قبلولو یا ردولو په باره کې دا نعمتونه له پامه غورځول او دا تحقیرول او سپکول هیڅکله درست کار ندی. خبره چې کومه کیږی هغه داده چې دا به د ژوند محور او مرکز نه جوړوی. اصل فیصله کوونکی شی دین او ایمان دی، د ژوند مقصد او نصب العین، دین او اخلاق دی، د دین او اخلاقو په اساس خپل د ژوند تعمیر جوړ کړئ. په دی شکل سره که د دنیا څه نعمتونه هم میسر شی هغه د الله تعالی انعام او اکرام دی، په دی انعامونو د الله شکر ویستل پکار دی. لیکن دین او ایمان نه چې انسان کله محروم شی او بیا ورته څه په لاس ورشی هغه انعام او اکرام ندی بلکه دالله تعالی عذاب دی. بیا د دې نه د بچ کولو فکر پکار دی.