تاند- راپ��رونه وايي چې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي چې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې ملموس رول ولوبوي.
د افغانستان حکومت باور لري چې طالبان د پاکستان د لاس اله دي او که پاکستان وغواړي هره شېبه کولی شي چې دا ډله له جګړې لا ساس اخیستو ته اړ باسي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن وویل چې له پاکستانه دا تازه غوښتنه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله کړې ده.
دا غوښتنه په داسي حال کې شوې چې پاکستان ته د ولسمشر غني له سفره وروسته د پاکستان او افغانستان اړیکې تر ډېره ښه شوي، تر دې چې ګومان کېږي دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د اړیکو نوی باب پرانستی وي.
ویل کېږي چې پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د اسلام اباد د سفر په لړ کې ژمنه ورکړې چې طالبان به خبرو ته حاضروي خو په مقابل کې دې افغانستان د پاکستاني طالبانو په ځپلو او په افغانستان کې د هند د رول په کمولو کې مرسته وکړي.
خو تراوسه داسي هیڅ نښه نه لیدل کېږي چې پاکستان دې پر افغان طالبانو فشار زیات کړی وي، د دې برعکس طالبانو په وروستیو کې تر بل هر وخت حملې زیاتې کړي دي.
پاکستان پر کونړ راکټي بریدونه درولي خو د افغان چارواکو په وینا په سلګونو طالبان یې کونړ ته استولي چې پر افغان امنیتي ځواکونو ولسي پاڅون کوونکو بریدونه وکړي.