تاند- د جنوبي افریقا د ښکلا ملکه رولین سټراوس د یکشنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا د ملکې په مسابقې کې لومړی مقام وګاټه.
په دې سیالۍ کې، چې په لندن کې وشوه، د هنګري او امریکا د ښکلا ملکو دوهم او درېم مقامونه خپل کړل.
د نړۍ د ښکلا ملکي د دې لقب له ترلاسه کولو وروسته وویل چې ډېر لوی مسوولیت یې په غاړه شو. په دې سیالۍ کې د نړۍ د څه باندې ۱۲۰ هیوادونو د ښکلا ملکو ګډون کړی و.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *