يوه سرناخلاصه او بې علمه مفتي زما د دې خبرې په ځواب کې چې له طالبانو مې له افغان حکومت سره  د سولې غوښتنه کړې وه، ليکلي چې د کافر او مسلمان سوله نه کېږي!!

زه دغه ښاغلي بې علمه مفتي ته وايم چې زما مقصد دا دی چې طالبان دي له کافرانو سره نه بلکې د افغانستان له حکومت سره  سوله وکړي.

او بل  دا چې ته له ځانه فتواوې ولي ورکوې داسي معلومېږي چې له قرآن شريفه پوره ناخبر يې دا ايت دې نه دی لوستلی؟: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61سورة انفال)

ژباړه: اوکه هغوی سولې ته ميلان ولري نوته هم سولې ته ميلان وکړه او پر الله باور وکړه يقينا هغه ډېراورېدونکی او پوه دی.

دا آيت په واضحه وايي چې که کافران سولي ته ميلان وکړي نو ته هم سولي ته تيارشه!

تفسيرعثماني چې په پښتنو کې په تفسير کابلي مشهوردی، سولې ته د ميلان وجه داسي بيانوي چې سولې ته په دې مایل شه چې له جهاد څخه د ويني تويول مقصد نه دی بلکې د کلمة الله لوړوالی او د فتنې مخنيوی مقصود دی. که پرته له ويني تويوني دغه مقصد لاسه کېدای شي نوخامخا د ويني تويوني څه ضرورت شته؟ که دا احتمال وي چې ښايي کافران د سولې په پرده کې مونږ ته دوکه راکول غواړي نوهيڅ پروا مه لره! پرالله بروسه وکړه! هغه د دوی په نيتونو خبراو د دوی پټي مشورې اوري، د هغه د مرستي په مقابل کې د دوی بدنيت نه شي چلېدای، ته خپل نيت صفا ساته (تفسيرعثمانی ج۱ص ۲۴۴)

حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم کله چې کافرانو د حديبيې په کال د سولې غوښتنه ترې وکړه او نهو کالو د جنگ بندۍ خبره يې وکړه، نو نبي عليه السلام د دوی دغه خبره ومنله، سره د دې چې گڼ شمېر د مشرکانو شرطونه هم ومنل شول.

ناخبره مفتي ته!
ناخبره مفتي ليکلي دي چې سوله ځکه نه ده روا چې د دې حديث بياڅه معنی ده چې الجهاد ماض الی يوم القيامة؟
دغه ښاغلي ته وايم چې لومړی خو د دې دا معنا نه ده چې جهاد به په افغانستان کې ترقيامته وي.

بل داچې که دقيامت ترورځي جهادوي نوبياچې حضرت عيسی علی نبيناوعليه السلام راسي، کافران به ختم سي او ټول خلگ به ايمان راوړي، په دغه وخت کې به جهاد ختمېږي ځکه کافران به نه وي په دنيا کي، د دې څه ځواب دی؟
بل دا چې دغه حديث په  کوم کتاب کې دی؟

حواله ذکر کړه! د خدای جل جلاله په پيغمبر درواغ مه تړه! له خدايه ووېرېږه دا سخته گناه ده؟

متاسفانه چې زمونږ په گران هيواد افغانستان کې د دغسي جاهلو او ناخبرو مفتيانو شتون او د دوی بې علمه اوجاهلانه فتواوې د ستونزو يو سترلامل دی.

د افغانستان گاونډيانو او نورو دښمنانو هم تل د دغسي جاهلو او تش په نوم ملايانو له جاهلانه اوبې علمه فتواوونه گټه اخيستې اوپه گران هيوادکې يې اوربل ساتلی دی.

افغانان بايد نور لږ سرخلاص کړي، د هر منطقي ملا په قول بايد ونه کړي ځکه دغه ملايان کتاب نه ورباندي گوري بلکې له ځانه داسي ستري فتواوې صادروي چې انسان ورته حيران پاتېږي.

One thought on “سوله او د يوه ناخبره مفتي جاهلانه فتوا/ محمد احمد بادغيسي”
  1. سلامونه
    دورور م.احمد بادغیسي صاحب استدلال بالکل صحیح دی. آد انجنیر صاب قرار خبره چې دا مفت خورو ملایانو او مفتیانو نه باید ډ دیني علومو امتحان واخیستل شي. دوی دومره نپوهیږي چه د هندوپنجابی+-انګریز هرموني همیدغُل غوندې فاسقومنافقینو په شیطانت خپل مسلمان وروڼه (پولیسان یا عسکران…) ،او هم بیګناه ملکي خلک وژل په کوم حدیث یا آیت کې راغلي/؟ ،آن آغټ کونی فضلوءِ پوده یی چه ځان ته مولۍ لانا وایی ، هم داسې فتواوې صادروي!!!. زه وایم زمونږدعلماءو او سولې شوراګانې څه بلا وهلي دي چه ډدالخورو جواب نشي ورکولای/؟ .یا خو دوی هم کلدارې مردارې اخیستي لکه رهبرانو غوندې ېې!!!.
    ورکوئ یی خبرې ډیر دي او ورځې ۱۰۰؟ معلوم شي چه ډبل ډاکټران به آخر څه فتوا ورکړي؟؟. ”اِن اکرمکم عندالله اتقیاکم..”.الله ج دې د دې ملت مل شي. آمیین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *