څو ورځې وړاندی کور ته په لار، د دوبۍ د هوایي ډګر د دریم ترمینل په ډیوټي فري بازار کې ناست وم چې د شپږو تنو یوه ډله می خوا ته را روانه وه چې عمرونه به یی د دیرشو او شپیتو کلنو تر منځ وو. ټولو ښایسته مبارکې ږیرې پریښی وې چې د دریو تنو خو د قبضې د شرعي حد څخه هم اوږدې وې. د چا ږیره چټ پټ سپینه وړۍ او د چا مۍ وریجې وه، خو د دوو تنو ږیرې داسې تکې تورې ځلیدلې لکه د باجوړ د شړشمو په سوچه تیلو یی چې تازه غوړې کړی وي.
په جیبونو کی یی د قلمونو په ځای نروچکي نروچکي سپین او نصواري رنګه مسواکونه ټومبلي وو. جامې د ټولو سپینې او اوږدې وی خو د لمنو او ګنډلو سټایل بیا د هر چا جلا وو. چارسده والې کیړۍ په پښو او تیله دارې سواتۍ خولۍ په سرونو. هیڅ داسې نه ښکاریدل چې ګوندی دوئ دی د کوم اوږده سفر څخه راستانه شوي وي او یا دی د کوم لوري د تګ قاصدان وي. د دوئ په لاسونو کې د ویلیمز، امبیسیډر او سمسونیټ لوکس بکسونه او سوټکیسونه نه وو، بس بیچاره ګان یا خو چورلټه تش پاڼي وو او که په لاسونو کې یی کومه یکه دوکه بوخسه او پنډه کی درلود، نو هغه ماته د پیښور په قصه خوانۍ کې جوړ شوي بریښیدل.
هر څومره چې دوئ پخپلو درنو درنو قدمونو ځما خواته را نژدی کیدل په هماغه کچه زما تلوسه او بی صبري ډیرېدله او په زړه کې می ګوړې ماتولې چې که اب زمزم نه وي نو ورځه د حاجي صاحبانو د وروستۍ جوپې د ستړی مه شي ثواب خو نغد شو.
پرته له دې چې پوه شي زما ژبه څه ده، له علیک سلیک وروسته یی په پښتو خبرې پیل کړې او په ډیر اخلاص یی داسی روغبړ راسره وکړ لکه زه چې د دوئ د کلي یم. ځما بال بچې او دوستان خو څه، چم ګاونډ یی هم پرینښود. مشران د مازیګر د لمانځه لپاره جوخت جومات ته ننوتل خو دواړو ځوانانو ته یی د اشارو په ژبه د پاتې کیدو او ماته د دعوت راکولو دنده ورکړه.
ناشنا خو مینه ناک کلیوال راته دواړه مخاخ کیناستل او د دعوت او تبلیغ د فضایلو او د هغه فقهي حکم په اړه یی خوله پرانیسته، که مې غاړه بنده نشي نو پوره پنځلس دقیقې وغږیدل. زه مازی غوږ غوږ وم او نه مې غوښتل چې د دوئ په خبرو کې خنډ او دیوال شم. دوئ به د هرې جملې په آخر کې ویل: هن جي او ما به ویل چې: هو حاجي صیب. د دوئ د خبرو په منځ منځ کې به د مختلفو هوایي شرکتونو د الوتکو د روانیدو او ځنډیدو اعلانونه کیدل او کله ناکله به د نیمه بربنډو او سرو برګو نجونو او میرمنو لیکې راغلې، خو دی ځوانانو تر آخره خپل نظرونه ټیټ وساتل او هغه د چا خبره، ارګې یی هم پری خوسا نکړ.
منم چې د دوئ احساس ډیر نیک وو او په ښه نیت یی د یوې هبې او ذرې شک کول هم را ته ګناه ښکاري، خو ډیر ځلې به ور څخه خبره ګاګیره او سرسري شوه. د کوم آیت، حدیث او علمي استدلال په ځای به یی د مولانا زکریا (د تبلیغي جماعت یو مشر) او نورو بزرګانو په کیسو، مثالونو او متلونو باندی تکیه کوله. د ژوند په ځای د مرګ او د نهی عن المنکر په ځای د امر بالمعروف کلمې بیا بیا تکرارولې.
خو حقیقت دادی چې په قرانکریم کې ۷۱ کرته د حیاة ( ژوند) او ۳۵ ځلې د موت (مرګ) ذکر شویدی. په یو مبارک حدیث کې چې ځیني علماء یی مرفوع نه ګڼي، راغلې چې: « اعمل لدنیاک کانک تعیش ابدا واعمل لاخرتک کانک تموت غدا » یعنی (د دنیا لپاره دی داسی کار او منډې ترړې ووهه لکه ته چې د تل لپاره ژوندی یی او د اخرت لپاره دی داسی عمل او خواري وکړه لکه ته چې همدا سبا مړ کیږی).
د تبلیغیانو د مخالفینو ترمنځ عامه انګیرنه دا ده چې، تبلیغي حضرات یوازې د دین په عبادتي، روحي او اخروي اړخ باندی په ټینګار سره، سه روزې، چیلې- څلویښت ورځې ـ او له څلورو تر اوو میاشتو او حتی کلونه لګوي، او لیدل کیږي چې د خپلو پړسیدلو نظامونو، واکمنو دیکتاتورانو او ناروا چاپیریال د نادودو په وړاندی سکوت غوره ګڼي. تنها د دین د فضایلو په بیانولو بسیا کوي او خپلو پیروانو ته د ګشت، زهد او له دنیوي ژوند څخه د ګوښه توب او بیزارۍ تلقین کوي. له مدني او عصري ژوند سره چندان کار نلري او د سیاست او حکومتدارۍ دروازې ته سر نه ښکاره کوي. بس پنډه کی په شا پخپل مصرف د ذکر او ورد په کولو سره، نن دی جومات کی او سبا د هغه بل کلي په مسجد کې خلک د رهبانیت، ریاضت او خلوت خوا ته رابولي.
ولی د تبلیغي جماعت پلویان بیا پدی آند دي چې د دوئ د تبلیغ، ملتیا او هڅو له برکته، نه یواځې په لس ګونو نومیالي سیاستوال، سترګه ور هنرمندان او وتلي لوبغاړي، بلکې په زرګونو سر والي بر والي خرمستان، قمار بازان، پوډریان، اوباشان، لوفران او لوچکان، سمې لیکې ته سیخ شويدي. له لنډه غرۍ او بدماشۍ سره یی مخه ښه کړی او د دیندارۍ، تواضع او عاجزۍ لاره یی خپله کړیده. دوئ باور لري چې د سترګو په رپ کې د چاپیریال دغه ډول سترې ناخوالې او ناغیړې نه سمیږي او د فاسد او فساد په ضد د تاوجن غبرګون نه څرګندول او د ظلم پخلاف احساساتي او پاریدلی پاڅون نه کول، دیني مصلحت او د وخت او حالاتو غوښتنه ده.
له بله پلوه، الله تعالی فرمایي (كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّه) یعنی: تاسو هغه غوره ډله یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شویده، تاسې د نیکۍ امر کوئ او له بدیو منعه، او پر الله ایمان لرئ) او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی: څوک چې یو ناوړه کار وویني نو باید په لاس- زور- سره دی هغه منعه کړي، که یی نشي نو په ژبه دی د هغه د مخنیوي هڅه وکړي او که دا یو هم نشي نو بیا دی لدغه عمل څخه په زړه کې بد یوسي، کوم چې د کمزوري ایمان نښه ده.
نو کله چې په یو کور، یوه ټولنه او یو هیواد کې نیکۍ ته د هڅولو او د خیر خواته د لارې برابرولو روحیه حاکمه نه وي او د بدۍ د مخنیوي، د هغې د له منځه وړلو او د شریرو او بدو انسانانو د مجازات کولو اصول برلاسي نه وي، نو بیا به د دی امت د غوراوي، منځلاریتوب او بهترۍ مانا څه وي؟
تبلیغیان دا مني چې هره ټولنه یو ډول اصلاح او رغون ته اړتیا لري خو دا چې هوش له جوش څخه بهتر دی نو ځکه خو باید لمړی د ځان تزکیې او اصلاح او بیا د ټولنې سمون ته توجه وشي. کنه نو د دعوت او بلنې مخه به ډب او د باران ځای به څڅوبي ونیسي. دوئ شاید پدې عقیده وي چې ګوندي سیاست او حزبي چاپیریال، فاصلې او واټونونه زیږوی، اختلاف ته ببوزی وهي، واحد امت په ډلو ټپلو ویشي او د خلقت اصلي موخې، یعني عبادت ته تللی لار، کږه او انحراف رامنځ ته کیږي.
د تبلیغي جماعت بنسټ چې د مولانا محمد الیاس کاندهلوي لخوا په ۱۳۰۵ لمریز/ ۱۹۲۶ م کې ډهلي ته نژدی د دیوبند په سیمه کې ایښودل شوی د حنفي فقهې پیروان او د خپل مسلک لپاره شپږ ګوني اصول لري. مشهور کتاب یی فضایل اعمال نومیږي او له مهمو مشرانو څخه یی یو هم مولانا زکریا دی چې د پنجاب ایالت په رایونډ کې یی لوې مرکز جوړ کړیدی.
له دواړو تبلیغي صاحبانو سره ځما بنډار ښایسته اوږد او دلچسپه شو. مرکزي او ختیزې افریقا ته د خپل اوه میاشتني سفر ټولې خوږې او ترخې خاطرې یی راته یوه په یوه د ضرب زباني په شان تکرار کړې. دواړه بهادر او متوکل ښکاریدل او د ایبولا په وژونکې وایرس او وبا باندی یی چرت هم خراب نه وو چې تر دمه یی نژدی اوه زره تنه وژلی دي.
یو تن چې دوه کاله وړاندی یی واده کړی وو، د خپل ګلالي زوی لیدو ته ډیر په شنه کې وو خو د هغه کوژده شوي انډیوال خپل واده ته لیوالتیا د زړه په صندوقچه کې همداسې پټه وساتله او نه یی غوښتل چې د خپل پښتانه غرور شمله د چا په قدمونو کې کیږدي.
څو څو ځلې می په زړه کې دا خبره تاو را تاو خو په خوله نه شوه چې وه لالیه! تاسو دا دومره پيسې له کومه کړې چې نیمه دنیا مو ګزو ګام او د دوئ په وینا درې کاپیران مو مسلمانان کړل؟ خو کله می چې تری وپوښتل چې د ترهګرئ په نامه په روانه جګړه کې خو اکثره سفارتونه د اوږدو ږیرو خاوندان د خپلو سفارتونو د دیوال سیوري ته هم نه پریږدي نو تاسو ته دا ویزې څرنګه درکوي؟ نو یو تن یی بیدریغه وویل: ګوره جي، بس مونږ خو تبلیغیان یو؟!
پرته له شکه، تبلیغ یوه دیني فریضه او اخلاقي وجیبه ده. د اندونیزیا غوندی ستر اسلامي هیواد په وینه، توره او د موچي په تار نه، بلکې د مبلغینو د وعظ ، سیرت او نیکو اخلاقو له برکته مسلمان شوی او څومره به ښه وي که قدرمند تبلیغیان پخپلو ګشتونو او موعظو کې ځمونږ ځوانانو ته د دین د تعلیم په څنګ کې دا تلقین هم ورکړي چې، ځان وژنه حرامه او ژوند ښکلی دی.
ملکزی صاحب!
زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ.
ښه د پېښور په روانه ژبه مو لیکنه کړې ده. زه تبلغی نه یم، خو الله تعالی مودې له اسلامي داعیانو وشمېري، ځکه الله تعالی د داعي او اسلام ته بلونکي په اړه فرمایې: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (33) سورت فصلت.
اول: داچه تا نږدې په خپله لیکنه تبلیغیان د غربي هیوادونو لاس پوڅي بللي دي او له نور اسلامي امت څخه دې جلا کړي دي.
دوهم: دا چه کوم نصیحت ته تبیلیغیانو ته کوې، کټ مټ همدا نصیحت باید ټولو نورو اسلامي ډلو او ټپلو ته هم وشي. دمثال په توګه کله چې له دین څخه سفلیانو یوازې توحید، بدعت او شرکت واخیستل، اخوانیانو تش په نامه سیاست اومنډې ترړې ترینه واخیستلې، داعش ترینه وینه بهول او دسرونو غوڅول واخیستل، صوفیانو ترینه یوازې سر پټی ذکر واخیست. تبلیغیانو ترینه همدا ترزیاتې کچې بې ثبوته تبلیغ واخیست، نو ځکه داسلام خپل اصلي بچیان او پیروان ولاړل ورک شول. که نه نو، دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم او راشدو خلیفه ګانو په وختونو کې همدا نبوي جومات د هرشي مرکز نه وو؟