نظیم سمون

د یوې پېچلي استخباراتي جګړې ترمنځ ایسار ولس اوس نه پوهېږي چې پر ملي حریم یې د پاکستاني ملېشو د برید ځواب څوک ورکړي.؟

له درې ورځو راهیسې پر کونړ د زرګونو پاکستاني ملېشو او طالبانو بریدونه دوام لري، د پاکستان دغه تېري افغانان سخت هېجان او غوسه کړي دي. افغانان له خپل دولت څخه غواړي چې کونړ د پنجابیانو له یرغل څخه وژغوري، خو د حکومت په شمول د نړیوالو دوستانو غوږونه مړي دي.

خلک او رسنۍ په یوه خوله چیغې وهي چې په دانګام کې جنګېدونکي وسلوال پاکستانۍ ملېشې او طالبان دي، خو د حکومت چوپتیا حیرانوونکې ده.

له ډیورنډ کرښې هاخوا پر کونړ د پاکستاني پوځ، ملېشو او وسلوالو طالبانو برید د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری دی.

د دې تېري پر وړاندې افغان دولت، امریکا او ناټو لومړۍ درجه مسوولیت لري. له امریکا سره د امنیتي تړون یوه مهمه برخه د افغانستان پر وړاندې د بهرنیو ګواښونو او تېریو مخنیوی دی.

د امنیتي تړون د شپږمې مادې پر بنسټ د بهرني تېري په اړه د امریکا مکلفیت واضح دی: «متحده ایالات د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر راز بهرني تېري یا بهرني ګواښ ته د جدي اندېښنې په توګه ګوري او دا مني چې دا ډول تېري کولی شي د افغانستان، سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تهدید کې دواړو لورو ګډې ګټې وګواښي. دواړه لوري په منظمه توګه د باالقوه سیاسي، ډیپلوماټیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په اړه مشوره کوي چې دا کار کولی شي د داسې بهرني تېري او یا د افغانستان پر وړاندې د بهرني تېري د ګواښ پر مهال د مناسب غبرګون یوه برخه جوړه کړي.د دغه مشورو په رڼا کې دواړه لوري د سیاسي، ډیپلوماټیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو د یوه لېست د ترتیب په لټه کې کېږي.»

امریکا او افغان دولت ولې غبرګون نه ښيي؟

مسله له هغې ډېره ژوره او پېچلې ده چې مطبوعات یې انعکاسوي او موږ پرې خبر یو.

پر دانګام د پاکستاني پوځ راکټي او ډله ییز بریدونه د هغې نیابتي جګړې لړۍ ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانه ده. د دې جګړې اصلي مهرې د پاکستان، امریکا او هند استخبارات دي او ظاهري لوبغاړي یې د طالب په نوم کرایه شوي جګړه ماران.

د دې خونړۍ استخباراتي جګړې اصلي څېره هغه وخت لا بربنډېږي چې پرون په فیسبوک کې د طالبانو د الاماره پر پاڼه د کونړ د برید په اړه معلومات خپاره شول:

«په کونړ کې حمله په ولسي خلکو نه بلکې د انډیا په نوي تازه بېس باندې شوېده»

IMG_6616

له دې معلومېږي چې په کونړ کې غالباً د هند له خوا د نوي جوړ شوي پوځي کمپ په غبرګون کې پاکستان د خپلو ملېشو او طالبانو په مرسته پر دانګام برید کړی دی.

 د روانې جګړې په اړه زموږ سطحي قضاوت او معلوماتي خلا جګړه لا تحریکوي، ځکه موږ تر اوسه نه پوهېږو چې د پاکستان ترڅنګ د جګړې نور ښکېل اړخونه کوم دي؟

One thought on “د کونړ پېښه او بهرنی تجاوز د امنیتي تړون په روایت”
  1. محترم سمون صا حب په کنړ کی د انډیا کوم کمپ نشته او انشالله داسی درته ویلی شم چی هیځ بهرنی هم نشته خو زمونږ شرمیدلی دښمن له مختلفو بهانو ځخه په ګټه اخستلوسره داسی تبلیغات کوی چی دلته بهرنی ځواکونه شته دی اول د امریکایی ځواکونو بهانه وه کله چی امریکایی ځواکونه ولاړل اوس هم دا بهانه کوی چی دلته هندی بیز ده دلته ټول خپله افغانان دی نور هیځ کوم بل څوک نشته دا هغه ځوانان دی چی خپل دهیواد سره مینه لری دملی اردو ځواکونه اوملی پولیسو ځواکونه او ولسی ځواکونه له پنجابی دښمن سره په جګړه بوخت دی چی دښمن ته یی زیات تاوان اړولی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *