خنزیر چې موږ یې خوک، بد ځناور او سرکوزي هم بولو، په اسلام او یهودیت کې ناپاک حیوان بلل شوی دی خو عیسویان او د چین و جاپان اوسېدونکي یې غوښه په خوند خوند خوري او رمې یې ساتي. د چین او ترکو قومونو په دودیزه جنتري کې په هره دولس کلنه موده کې یو کال د خوک په نوم دی. په افغانستان کې اوزبکان د خوک کال ته (دونغوز ییل) وایي.

تر کابو نیمې پېړۍ پخوا پورې د کندوز په چاردره کې د کندوز سین په څنډو کې سرکوزي اوسېدل. د دغه سیند پر غاړه د کانو، لوخو او کړکیو لوی ځنګلونه او د کبل پراخ او جبه یي چمنونه یا جلګې وې. سرکوزي همدلته دېره وو او له همدې ځایه په زراعتي پیداوارو پسې کروندو ته وتل. 


په پټو کې به د بد ځناور د ګېډې چاره وشوه یا ونه شوه خو ورانی یې ډېر کاوه. په جوارو چې به ورپېښ شو، نیم جوار به یې یوې خوا ته چپه کړل، نیم بلې خوا ته ؛ لکه شوخ ماشوم ته چې د بنجارې دوکان په ګوتو ورشي.


په دنیا کې د سرکوزیو ګڼ ډولونه دي چې له لویه سره په وحشي او اهلي وېشل کېږي. د چاردرې د سرکوزیو په باره کې به سپین ږیرو ویل چې دغه ځناور وحشي دی خو غوښيخور نه دی؛ که مست نه وي، پر انسان باندې حمله نه کوي او بل په منډه کې د غويي غوندې سست دی، تېښته ترې اسانه ده. 


که یو مست سرکوزی راپیدا شي، پر بې وسلې انسان د حملې تکل وکړي، د ژغورنې لاره کومه ده؟


پخوانیو چاردره والو یې درې چلونه زده وو: یو دا چې سړی په ویاله کې پروت وکړي. سرکوزي د ویالې غوندې تنګ، ژور ځای ته سر نه ورکوزوي یا یې نه شي ورکوزولای. له ټیټ دېواله اوښتل هم د خلاصون لاره ده. سرکوزی د پسه غوندې دی، پر دېوال ختلی یا ټوپ کولای نه شي. که نه دېوال وي، نه ویاله، بیا نو سړي ته پکار ده چې ځان د سرکوزي مخې ته وربرابر نه کړي. د سرکوزیو غاړه بېخي لنډه ده، مخ نه شي اړولای. څو پورې چې ټول ځان تاووي، بنیادم ترې لرې کېدای شي.


په تېرو څو شپېته کلونو کې چې د سیند پر غاړه د سرکوزیو د استوګنې سیمه وار په وار د کرنې پر سیمو بدله شوه، د دغه حیوان شمېر ورو ورو لږ شو. د جګړو تر پیلیدو له مخه لا هغه زمانه نوره ختمه وه چې خلک دې له سرکوزیو په تنګ وي او له هغوی څخه د ځان ساتلو لپاره دې د تېرو نسلونو تجربو ته غوږ کېږدي. اوس په چاردره کې بد ځناور بېخي نشته.


د ۱۳۷۹ په پسرلي کې د عین المجر کلي ته تللی وم. له پلاره مې اورېدلي وو چې عین المجر په اصل کې ( ایلنمه جر ) دی چې قدیمو مرزایانو عین المجر کړی دی. ( ایلنمه) په اوزبیکي او ترکمني کې ( راوتاو شوي ) ته وایي او ( جر) هغه ځمکه ده چې یو وخت اوبو ژوره کړې وي خو اوس وچه وي. دغه کلی د سین پر غاړه ودان دی. کلیوالو ته مې وویل چې سرکوزي څه شول؟ ویل یې، نورو خواوو ته لاړل.


دغه ( نورې خواوې) دوی ته نه وې معلومې. شاید د عدم لور ته تلي وي. بد ځناور تکړه لامبوزن دی. پخواني چاردره وال وایي چې بد ځناور د اوبو بهیر نېغ څیري کوي، د نورو لامبوزنو حیواناتو غوندې نه دی چې له سینده کوږ پورې وځي. 


دا هم ممکنه ده چې د دې ځای د سرکوزیو ژوندۍ پاتې شوې برخه د امو سیند د منځ ځنګلونو ته رسېدلې یا شوروي خاورو ته پورې وتې وي. په عین المجر کې لا تر اوسه د کبلو چمنونه پاتې دي. پخوانیو بزګرو به په دغسې چمنونو کې دلته او هلته، خال خال ګاځرې وکرلې. دغو سرکوزیو به چې د ګاځرو سخت شوقیان وو خو د بوېدا ( شامه) د حس یې لکه چې مزه نه وه، ګاځرې راوایستلې او د نورو په لټه به یې په خپل نېښ باندې د چمن لویه برخه په بل مخ واړوله. دغه شي په چمن کې د غویو قولبه اسانوله او د کبل ځمکه یې د کرنې پر ځمکې بدلوله. 


کاشکې خپل ټول ولسي معلومات او په تېره بیا هغه پوهه او تجربه چې نوي کهولونه یې له ځان سره نه ساتي، ولیکو او خوندي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *