خبرپاڼه
نيټه١٣٩٢، ٠٤، ١٦
کندهار افغانستان–د کندهار پوليسو يو تن هغه سياسي بندي چي غوښتل يې نن په ښځينه جامو کي له زندان څخه ووزي پېژندلی او نيولی دی .
د کندهار ولايت د محبس مدير سمونوال غلام فاروق خبريالانو ته په خبرو کي وويل چي نن سهار يو تن سياسي بندي چي غوښتل يې د ښځينه کاليو څخه په استفاده د محبس څخه ووځي پوليسو نىولی دى.
ښاغلي فاروق زياته کړه چي ياد کس حميدالله نوميږي او د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی چي د سياسي جرمونو په تور يوه مياشت مخکي کندهار محبس ته راوستل سوی وو .
نوموړي وويل چي يک شنبه د بنديانو سره د ښځو د ليدلوکتلو ورځ ده او دغه بندي غوښتل چي ددغه ورځي څخه په استفاده د زندان څخه وتښتي خو د زياتو هلو ځلو سربېره د محبس بيدارو او ويښو پوليسو ياد کس ونيوی او بېرته يې زنداني کړی.
د بندي حميدالله په خبره چي د خاله د لور لخوا ورته ښځينه کالي راوړل سوي وه او تر اغوستلو وروسته يې د محبس څخه د تښتېدو پلان درلودی چي په دروازه کي د پوليسو لخوا درول سوی او بېرته زنداني سوی دی.
دا په داسي حال کي ده چي بنديان غواړي چي د بېلا بيلو لارو په پلان کولو سره له کندهار زندان څخه وتښتي ولي د زياتو کوښښونو او هلو ځلو سربېره بيا هم د محبس بيداره پوليس ددوی د تيښتي پلانونه ناکامه کوي .