ماښام تور تم وپه ښار کې هم رنګارنګ د موټرونو او هوټلونو ګروپونه روښان و درې ملګري وو ؛ د کابل ښار د شهرنو یوه رستورانت ته مو د ډوډۍ خوراک نیت و؛ هوټل ته لاړو او دیوې کیلو غوښې د تیارولو مو د هوټل کارکوونکو ته وویل ؛ دسترخوان لوې خور و؛ ګڼ شمیر خلک هوټل ته تلل او راتلل .

ناببره مو یوه زړه ښځه تر څنګ ودریده ترشاه یی بکسه تړلې وه په غیږ کې یی یو شمیر کتابونه نیولې ول د سلام له اچولو ورسته وویل (( کتاب میخرین؟ )) خپل مجلس مو پریخود او د کتابونو رانیولو لپاره مو ځان ته کتاب خوښ وه ؛ خو ملګرو یو بل ته د زړې ښځې د همت ستاینه کوله ؛ له زړې ښځې مو وغوښتل چې د راډیو لپاره مرکه کوې ویل یی.

بلې میکنم هیچ ګپ نیست

له جیبه مو دغږ ثبتولو آله راویسته . زړه ښځه لا همغه سې ولاړه وه د کیناستو بلنه مو ورکړه .

په لومړي سر کې مو له ښځې وپوښتل خپل ځان را وپیژنه ؟

(( زما نوم دل جان ده دولس کاله کیږي چې په ټول کابل ښار کې ګرځنده کتاب پلورنه کوم))

1د ژمې په دې یخو ورځو شپو کې دغه میرمن د شپې ترناوخته دکابل ښار په ګرد جنه هوا کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو او بل چاته دلاس نه نیولو په خاطر ګرځې خو ځان ستړې نه احساسوې او وایي ویاړم چې خپلو هیواد والو ته یو سالم څه په لاس کې ورکوم چې هغه مطالعه ده۰

(( هو ټول کارونه ستړې کوونکې دي مخصوصآ شاقه کارونه ؛ او زه افتخار کوم چې خپلو خلکوته سالم څه ورکوم چې هغه مطالعه ده تر څو هغوۍ ورسوي))

جالبه داده میرمن دل جان د یوه داسې چا ښځه ده چې تر پنځلسو زیات کتابونه یې چاپ شوي دي؛ ددې خاوند محمد رسول جهانبین نومیږې چې د درې ژپې پیاوړی لیکوال ده ؛ خو اوس د زړښت او ناروغۍ له امله پر بستر پروت ده ؛ او میرمن یی د کابل ښار په واټونو کې دشپې ترناوخته کتاب پلورنه کوې .

دولس کاله کیږې چې دغه میرمن کتابونه پلوري . لومړۍ یې یوازې د خپل خاوند کتابونه پلورل خو وروسته چې یی پیسې پیدا کړې له ښاره هم کتابونه رانیسې او پلوري ….

 (( ماچې کله د کتاب پلورل پیل کړل لومړۍ مې د خپلې کورنۍ کتابونه پلورل ؛ د خاوند کتابونه مې ول ؛ ورسته مې بیا له ښاره کتابونه را نیول ؛ زما خاوند خپله لیکوال دی چې تر دا مهاله یی څوارلس ؛ پنځلس جلده چاپ شوي))

دل جان د خپل خاوند د ځینو کتابونو د نومونو یادونه هم وکړه ؛ دیموکراسي بند ؛ حکایت ؛ ګور تاریکې ؛ به سوې زنده ګې بهتر ؛چې دغه کتاب د کورنۍ لپاره لیکل شوی ده ؛ دل جان وایي خاوند مې کمزوری شوی، سترګو یی لید له لاسه ورکړی، لیکل کوي خو بیرته یې لوستلی نشې او لادونه مو ورسره مرسته کوي.

(( هو هغه خپلې سترګې له لاسه ورکړي اوس تکلیف لري ؛ په کور کې لیکل کوي خو خپل لیکل بیرته نشي لوستلی – اولادونه مې ورسره مرسته کوې هغه یی وایی او دوی یی لیکي))  

1زموږ او ستاسې په ټولنه کې ښځو ته کار کول ګران دي ؛ خو میرمن دل جان وایی چې زه ویاړم خپلې ټولنې ته له دغې لارې خدمت کوم او د هیواد د بچیانو په مینځ کې د مطالعې دود خپروم – دل جان زیاتوې چې د نارینه او ښځینه په منځ کې توپیر نشته یوازې په نوم کې یی توپیر ده هغه هم انسان ده او زه هم …..

((په اصل کې ماسره هم همدا خبره ده چې د نارینه او ښځینه په منځ کې د نوم توپیر ده چې دغه نارینه ده او دغه ښځینه – په حقیقت کې دواړه انسانان دي ، ښځه دې هم خپله وړتیا وښیي او نارینه هم ؛ هیڅ خبره نشته، زه ویاړم، له ما سره مې هیوادوال ډیر احترام او مینه لرې ؛ زما لپاره ترټولو ستر ویاړ داده چې ماته ټول خلک وایی ته زموږ مور او خور یی))

دل جان ۵۳ کاله عمر لري خپله اوه کسیزه کورنۍ له همدې لار ساتې په خپله کار کوي او په اولادونو باندې درسونه وایي. په لومړي سر کې به یی کوچني زوی هم ورسره مرسته کوله خو اوس هغه ځوان شوی او د کابل پوهنتون د دوهم ټولګې محصل دی ؛

(( زه خوشحاله یم چې په اول کې مې کتاب پلورنه کوله کوچنی ځوی مې هم راسره وه اوس د پوهنتون د دوهم ټولګي محصل دی))

د ځینو خلکو پلورونه یا میندې چې کار کوې یو شمیر خلک یی اولادونو ته یو ډول پیغور ورکوي ؛ دل جان وایی چې او لادوته مې څوک نه خو ماته کله کله خلک وایی چې ته کار مه کوه په خپلو بچیو دې کار وکړه .

(( یوځوان چې ماګورې راته وایی چې ته کینه کار مه کوه ؛ په بچیو دې درس مه وایه ؛ لاړ دې شې کار دې وکړي؛ خو ماسره دا خبره نشته اولاد باید تحصل وکړې چې سبا ددې ټولنې د خدمت مصدر وګرځي ؛ خیر دی اولاد مې دې درس ووایی چې زه ورسره مرسته وکړم ))

انسان په خپل ژوند کې له خوږو او ترخو خاطرو سره مخامخ دی. میرمن دل جان وایی چې ژوند ټول خاطره خاطره ده ؛ خو خپل خاوند راته کله کله وایی چې زه ویاړم یوه داسې میرمن لرم چې، بل ته په لاس کې کتاب ورکوي؛ دل جان د ښآر له خلکو داسې خاطرې لري .

(( هو ترخه خاطره هم لرم او خوږه هم ؛ ترخه خاطره مې همدا ده چې یو سړی وه همیشه به له ماسره مخامخ کیده ویل به یی ته ولې کار کوې ماسره مه مخامخ کیږه ؛ بلاخره همدغه سړي چې راته داسې خبرې کولې ودرید ویل یی مورجانې زه ډیره بښنه غواړم په خپلو خبرو پښیمانه یم ؛ ولې خوږه خاطره مې داده چې یو سپین ږیری سړی وه راته به یی ویل چې ستا په لمنه لمونځ کول رواه دي ؛ زه په دې خبرې ډیره خوشحالیدم ؛ او ما لپاره د ویاړ خبره ده ))

هغه کورنۍ چې خپل واړه اولادونه یی د پیسو پیدا کولو په خاطر خوشې کړې ؛ میرمن دل جان په داسې کورنیو غږ کوې چې خپل واړه اولادونه پریږدې چې درس ووایی مور او پلار دې ورته نفقه پیدا کړې.

((هغه خلک چې خپل اولادونه په کوڅو اوښارونو کې خوشې کوې هغوې دې پریږدي چې درس ووایی ؛ خپل تعلیم دې پرمخ یوسې ؛ مور او پلار دې کار وکړې ؛ او هغوۍ دې پریږدي چې تعلیم او تربیه وکړي))

۵۳ کلنه دل جان په هیواد کې لومړنۍ ښځه ده چې دولس کاله کیږي په ښار کې ګرځنده کتاب پلورنه کوي ؛ او د همدې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوې ؛ میرمن دل جان د تګ بیړه لري ځکه چې د یوه هوټل څښتن ورڅخه کتاب غوښتې او دې ورته راوړی.

2 thoughts on “ستا میړانې ته سلام/ اظهارالله خوشحال”
  1. ګرانې مسلمانې خورې!
    آفرین ستا په غیرت او همت شه!
    دې ته وایې افغانه تور سرې چې تل خپل همت له لاسه نه ورکوي او د ژوند تر پایه پورې خپلو بچیانو او دکورنیو غړو ته دا ثابتوي چې که هر څومره مې د عمر شپه خوړلې هم ده،بیا هم ستاسو په چوپړ کې یم.
    او ترهغه پورې چې په بدن کې مې ساه چلیږي ستاسو خدمت او پالنه به کوم.
    له دې سره جوخت غواړم چې ددې سرلوړې مور او خور اولادونو ته ووایم چې، د خپلې ګرانې مور زحمتونه او غیرت موهیر نګړي!
    او د ژوند تر پایه یې خادمان او پالونکي و اوسئ. له دې سره غبرګ، له الله تعالی څخه خپل مور او پلارته اودې خوراو درنې مورته دښې وفا او بشرپالنې په بدل کې جنت الفردوس غواړم. وما ذلک علی الله بعزیز. الایه

  2. I am so impressed & proud of this Mother, if I may have the right to call her Mother! Mr. Farid Ahmad Taskeen, a special thanks from you that have published this wonderful story/article. May we find such more people in this World, especially in beloved country Afghanistan.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *