د مرکز پل علم په ګډون د محمداغي،برکې برک،خوښي،څرخ،خروار، او ازری ولسوالیو کې څه باندي دوه سوه مدني ټولني فعالیت کوي چې له دغي جملي څخه ۵۱ سلنه دافغانستان له عدلیي وزارت څخه رسمي جوازونه په واکې لري، خو پاتي ۴۹ سلنه یې جواز نلري، دلوګر مدني ټولنو اتحادي دملګرو ملتونو اداري په صلاح مشهورو او مرسته دغه سروي په دري اونیو کې ترسره کړه.
له دی وړاندي په مرکز پل علم کې دلوګر د اطلاعاتو اوکلتور ریاست په مرسته دلوګر د مدني ټولنو د اتحادی شبکه جوړه او خان ولی احمدزي د ټاکنو له لاري دلوګر د مدنی ټولنو د مشر په توګه وټاکل شو ،په لمړيو کې دغي شبکی اتلس رسمي ټولني په خپل چاپيریال کې لرلي خو اوس دغو مدني ټولنو هوکړه کړي چې دوی به له لوګر څخه د مدنی ټولنو د اتحادي ��ه لاري په خپلواکه توګه فعالیت کوي.
ملګرو ملتونو (یو ناما) په مرسته د مدنی ټولنو غړی او ډیټابس دلوګرولایتي اداری ته د یوي غونډي په ترڅ کې ور وپیژندل شول.
په پای کې د یوناما اداري له لوري دلوګردمدني ټولنو په یوشمیر غړیو مننلیکونه وویشل شول.
دلوګر د مدني ټولنو شبکی مشر او غړي دملګرو ملتونو له اداري او استازو مننه کوي چې دلوګر دمدني ټولنو په پیوستون او تثبیت کې نه ستړي کیدونکې هلي ځلي کړي.
لوګرـپل علم د لوګرد مدنی ټولنو داتحادي مرکزي دفتر