تاند- نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د پېښور د سې شنبې د ورځې د حملې په اړه په یوه تبصره کې، چې کارلو ګیاکومو لیکلې، ویلي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د بېلابېلو فعالو طالب ډلو پر ضد په اږده جګړه کې یو اساسي عنصر کم دی او هغه په کابل او اسلام اباد کې د حکومتونو ترمنځ جدي همکاري ده.

په پېښور کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ په ښوونځي کې د ۱۴۸ زده کوونکیو او ښوونکیو وژل کېدا باید دا بدلون راولي. خو ایا بدلون به راولي؟

په پاکستان کې پر دې پېښه د غم او خپګان په منځ کې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د آی ایس آی ريیس جنرال رضوان اختر د چهارشنبې په ورځ په منډه کابل ته لاړل چې د افغانستان له ولسمشر اشر�� غني او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له عمومي قومندان جنرال جان کیمبل سره وویني.

نیویارک ټایمز وايي، پاکستاني قومندانانو هڅه کوله جې د طالبانو د هغو مشرانو په موندلو کې د افغانستان مرسته وغواړي چې د پېښور د حملې پلان یې جوړ کړی وو.

د پاکستان د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني پاکستاني لوري ته ډاد ورکړ چې د افغانستان حکومت به ورسره همکاري وکړي.

نیویارک ټایمز وايي، حتي د پېښور تر حملې مخکې ښاغلي غني له پاکستان سره همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې وه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې یې ترینګلتیا، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت په زور کې وه، پای ته ورسوله.

ورځپاڼه وايي، د ترهګرۍ د ستونزې د حقیقي څرک د لګولو او معلومولو لپاره یو اړخیز ښه نیت کافي نه دی. پاکستان ته هم پکار ده چې د افغانستان اندېښنو ته ځواب ووايي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، ټولو ته څرګنده ده چې د افغان طالبانو مرکز، چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي پوځیانو پر ضد جنګېږي، د پاکستان په کوټه کې دی او دغه راز د افغانستان د پولو په اوږدو کې د پاکستان په خاروه کې اډې او مرکزونه لري.

نیویارک ټایمز لیکلي. د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسي په افغانستان کې د نفوذ لپاره د افغان طالبانو ملاتړ کوي، حتي دې ملاتړ ته یې په وروستیو کلونو کې هم په داسي حال کې دوام ورکړی دی چې په خپله له پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دی.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم نوازشریف تاکید وکاوه چې له «نن ورخې وروسته به د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر ونه کړي.» خو تر دې پخوا پاکستان دقیقاً همدا کار کړی دی.

نیویارک ټایمز وايي، د ترهګرۍ ملاتړ که په هره بڼه او ډول وي، له مقابل لوري ورته غوښتنه بې معنا کوي. د دې لپاره چې د طالبانو د بې رحمانه بریدونو د پای ته رسېدو او د دولتونو د پرزولو لپاره د دې ډلې د لویو هدفونو هیله ختمه او ناکامه شي، پاکستان باید دې نتیجې او فیصلې ته ورسېږي چې دا ټولې تروریستي ډلې بالقوه ګواښونه دي او افغانستان د دغو ډلو په ځپلو کې پاکستان ته د همکارۍ لاس ورکولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *