تاند- هند د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل، هغه ترهګر چې د افغانستان سوله او امنیت ګواښي لا هم د دغه هیواد له بهره ملاتړ ترلاسه کوي او بهرنۍ مرسته سبب شوې ده چې له پر له پسې پوځي فشار سره سره ترهګر جګړې ته دوام ورکړي.
د اوټ لوک انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د هند سرپرست دایمي استازي بهګوانت بیشوني پرون /پنجشنبه/ له افغانستان سره د مرستندوی ماموریت په اړه د امنیت شورا بحث ته وویل، نړیواله ټولنه پر دې حقیقت سترګې نه شي پټولی چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته اصلي خطر تروریزم دی.
ده زیاته کړه:« د افغان امنیتي ځواکونو او ایساف له لوري له پر له پسې پوځي فشار سره سره تروریستي او افراطي ډلو بقا ته دوام ورکړی، دا مسله یو حقیقت په ډاګه کوي او هغه دا دی چې دې ډلو ته لا هم له بهره مرستې روانې دي، دوی ته د افغانستان د پولو له هغې خوا څخه مرستې رسېږي.»
بیشوني د کابل، سیډنې او پېښور تروریستي بریدونو ته په اشارې وویل، دا ډول بریدونه یوازې دا حقیقت ثابتوي چې «ترهګر پولې نه پېژني، او د دولتونو او هیوادونو ترمنځ توپیر نه کوي.» دوی ټولې بشري ټولنې ته خطر پېښوي.
بیشوني تاکید وکاوه چې هند به د انتقال په حساسه لسیزه کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او ویې ویل، متحد، ثبات لرونکی، خپلواک او سوکال افغانستان د سیمې او نړیوالې ټولنې په ګټه دی.
ده دا هم وویل چې هند حاضردمه له ایران او افغانستان سره کار کوي چې د چاه بهار بندر پراخ شي او له دې لارې د هند او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه زیاته کړي.
په ملګروملتو کې د هند سرپرست سفیر وویل:«موږ باور لرو چې که دا پروژه بشپړه شوه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې به د پرمختګ او بیارغونې امکانات زیات شي.»
هند او افغانستان پوله نه لري او پاکستان اجازه نه ورکوي چې هند خپل صادرات د دغه هیواد له لارې افغانستان ته ولېږي.