استاد ګل پاچا الفت له پښتو ژبې سر بېره په فارسي او عربي ژبې هم پوهېده او په فارسي ژبې يې نثرونه او شعرونه درلودل، چې فارسي ادبي ټوټې يې د الفت نثري کليات، دويم ټولک کې راټولې شوې دي او فارسي شعرونه يې مولوي خال محمد خسته په (معاصرين سخنور) کې راوړی دی.
د کميت په لحاظ يې فارسي شعرونه لږ دي، خو لوړ کيفيت لري او ډېر امکان يې شته، چې نور فارسي شعرونه يې هم لاس ته راشي.
که د استاد ډېر فارسي شعرونه موجود وی، نو دا مو د فارسي ژبې له ډېرو ښو شاعرانو سره پرتله کولای شو.
سر محقق عبدالله خدمتګار(د استاد الفت ياد) مقالې ټولګې کې د الفت صاحب د فارسي شاعرۍ په باب وايي: (منظومه هايش در زبان دری اګر از لحاظ کميت کمتر هم باشد، دارای کيفيت عالی شعری است). ژباړه: (د استاد ګل پاچا الفت فارسي شعرونه که د کميت په لحاظ کم دی، خو لوړ کيفيت لري.)
د استاد د کيفيت په لحاظ دغه هنری، شعري او ادبي فارسي شعرونه بايد په کلياتو کې ځای پرځای شي، ترڅو د الفت صاحب له فارسي شعرونوپښتوژبې او فارسي ژبې ليکوالان خبر شي.
استاد اسد الله غضنفر (نثر ليکلو هنر، ص ۳۳۴) کې وايي: ( الفت صاحب په پښتو ژبې يو نيم بيتی دی (توره ماته کړه او مات ورځنې لور کړه) او همدارنګه د (جمهوري نظام) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې په کلياتو کې نشته، ښاغلي شهرت ننګيال د الفت د شعرونو کليات ترتيب کړی دی، خو د استاد الفت ځينې شعرونه په کې نشته، غضنفر وايي، پلار مې (محمد صديق پسرلي) ويلې، چې پنځوس، شپېته کاله پخوا الفت صاحب د خپل زوی د وفات په مناسبت خورا اثرناکه فارسي مرثيه ليکلې، چې يو بيت يې داسې و:
مهر و ماه اسمان بی نور شد
تاز چشمم نور چشمم دور شد
رښتيا چې دغه بيت او د استاد الفت ذکر شوې مرثيه په منظوم کليات کې نشته، خو کوم فارسي شعرونه، چې د الفت صاحب مولوي خسته په معاصرين سخنور کې راټول کړي، هلته دغه مرثيه شته ده، که د الفت صاحب فارسي شعرونه ولټول شي، امکان يې شته، چې نور شعرونه يې هم لاس ته راشي، د فارسي ژبې يو شعر يې دی:
نسيم
من شيدم از نسيم هر لحظه درباغ اين سخن
نيستم در قيد رنګ و بو چو بلبل اين چمن
مانع سيرم نه کوه و دشت و صحرا می شود
ميتوان رفتن به يکدم از چمن در انجمن
ګر هميدانی ز پايم هيچګه سر بر متاب
می برم بوی خوشت را در مشام مرد و زن
فارغ از قيد زمان و از مکان تنها منم
ګاه اندر باغ میګردم ګهی اندر دمن
رفت بالا و پايينم نشانت میدهد
کاين فراز و اين نشيب هيچست اندر نزد من
اوس به د استاد له هغه مرثيې نه څو بيتونه راوړم، چې د خپل زوی لپاره يې ليکلي وه او استاد غضنفر يې يادونه هم کړې ده.
بهار من (در مرثيه فرزند)
هر يکی سر مست از فصل بهار
تاج ګل بر سر زده هر شاخسار
عقده های خاطر ګلها کشود
سبزه باز از خاک سر بالا نمود
بلبل خوش لحجه، شيرين نوا
نغمه عيش و طرب خواند بما
موسم ګل فصل شادی و خوشی است
فرصت عيش و نشاط و خرمی است
د مرثيې د پای څو بيتونه په دې ډول دي:
داغهايم تازه ګردد زين بهار
اين بهار از من برد صبر و قرار
شبنم او نيست خالی از شرر
لاله اش چون شعله آيددر نظر
ګر بجای اشک خون ريزم رواست
درد من از درد اين عالم سواست
مهر و ماه و آسمان بی نور شد
يا ز چشمم نور چشمم دور شد
د پای بيت هماغه بيت دی، چې استاد صديق الله غضنفر خپل زوی اسد الله غضنفر ته يې يادونه کړې ده.