تاند- ملګروملتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د طالبانو له لوري د جګړې د تېزولو په نتیجه کې لږترلږه ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او په دې ډول دا کال د عامو افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د ملکي افغانانو د تلفاتو دا لوړ شمېر ښيي چې د روانې میاشتې په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړې له رسمي پای ته رسولو سره سره، په افغانستان کې د جګړه پای ډېر لېري دی.

په کابل کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د بشري حقونو ريیسې ګیورګیټ ګګنن (Georgette Gagnon) وویل:«په افغانستان کې د ملکیانو لپاره حالات په زیاتېدونکي ډول خرابېږي.»

ملګروملتو د نوومبر تر دېرشمې پوري د ۳۱۸۸ تنو ملکیانو وژل کېدل او د ۶۴۲۹ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

د ملکیانو د دې شمېر مرګ ژوبلو له امله ۲۰۱۴ میلادي کال په افغانستان کې بې ساری دی.

د نوومبر تر پایه سږ کال د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۹ فیصده زیات ملکیان وژل شوي او دا شمېر حتي تر ۲۰۱۱ کال هم زیات دی چې ۳۱۳۳ تنه پکې وژل شوي ول.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، په دې کال کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ زیاتې نښتې د ملکیانو د تلفاتو د زیاتېدو سبب شوي دي. تر دې په مخکې کلونو کې به زیات ملکیان پر لارو د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو او بمونو په چاودنو کې وژل کېدل.

اغلې ګګنن وویل:«دا د ډېرې اندېښنې وړ ده.»

دې پر ټولو خواوو ږغ وکړ چې په جګړه کې او پر یو بل د هاوانونو او نورو درنو وسلو د استعمالولو په مهال د ملکیانو د راګیرېدو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د ملګروملتو د راپور پر اساس په څلورو کې درې برخې ملکیان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

طالبانو سږ کال د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو له تشې څخه په استفادې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.

طالبانو د دې لپاره هم بریدونه زیات کړي چې افغان امنیتي ځواکونه نه د نړیوالو پوځیانو په شان ښې وسلې لري او نه له هوايي ملاتړه برخمن دي.

نژدې یوه اوونۍ کېږي چې د کونړ په دانګام کې ولسي پاڅون کوونکي د کورنیو او بهرنیو طالبانو تر حملو لاندې دي خو افغان امنیتي ځواکونه د هغو د ملاتړ لپاره ځان سیمې ته نه شي رسولی.

ملګري ملتونه وايي چې له ۲۰۰۹ څخه، چې د ملکي افغانانو د تلفاتو د شمېر د معلومولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي، تراوسه پوري ۱۷۲۵۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۹۵۳۶ نور ژوبل شوي دي.

له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې۳۵۰۰ بهرني پوځیان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۲۰۰ امریکایان دي.

څرګنده نه ده چې په همدې موده کې څومره افغان ملکیان، طالبان او افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي خو بې له شکه د هغو شمېر به لسګونو زرو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *