دانش فرهنګي مرکز چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې فعال شوی دی خپله درېيمه اونيزه ادبي او علمي غونډه وکړه. غونډه د جمعې پر ورځ د دانش فرهنګي مرکز په الفت کتابتون کې وشوه چې دکونړ پوهنتون استاد سيد اصغر هاشمي پر ((قصيده)) باندې لکچر ورکړ.

په دغه لکچر کې د پښتو ادبياتو پر يوه مهم ژانر يعني قصيده باندې هر اړخيزه رڼا اچول شوې وه او د قصېدې پر جوړښت او څرنګوالي سربېره د قصېدې تاريخ او په پښتو ادبياتو کې د قصېدې ادبي مقام ته تفصيلي کتنه شوه وه.

له لکچر وروسته يوه لنډه مشاعره هم وشوه. دانش فرهنګي مرکز له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې فعال شوی دی چې هره اونۍ پکې د ادب، فرهنګ، هنر، سينما او د ژوند د نورو برخو په اړه پکې بحثونه او غونډې کېږي . دغه فرهنګي مرکز پتېلې ده چې له دې وروسته به پر بېلا بېلو موضوعاتو باندې هره اونۍ لکچر ورکول کېږي.

تر دې يوه اونۍ مخکې د افغانستان د سينما نامتو ستوري او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد ممنون مقصودي يو شمېر تمثيلي پارچې وړاندې کړې او پخپل غږ کې ديکلومه کړي شعرونه يې حاضرينو ته وړاندې کړل.

په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې پر ورځ به د افغانستان نامتو قلموال او څېړونکی حبيب الله رفيع پر ملي مسايلو باندې حاضرينو ته لکچر ورکړي.

د دانش فرهنګي مرکز د بيارغونې چارې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې وې او په دې وروستيو کې يې کار بشپړ شوی دی چې اوس پکې هره اونۍ د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه راغلي ليکوال، قلموال، شاعران او ادبيان غونډې کوي.

دغه مرکز د اسدالله دانش په شخصي لګښتونو او د ادب او فرهنګ د يو شمېر مينوالو په مالي مرسته جوړ شوی دی چې دا مهال د زرګونه ټوکه بېلابېلو کتابونو په لرلو سره يو بډايه کتابتون هم پکې فعال او د مطالعې د مينه والو پر مخ شپه و ورځ پرانيستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *