تاند- ملګري ملتونه وايي چې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو د شمېر د کمولو پر لارو چارو له طالبانو سره خبرې کوي.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم، سږنی میلادي کال د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي نیکولاس هایسن پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالبانو په ګډون له ټولو خواوو سره خبرې کوي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د کمولو لپاره احتیاطي تدابیر زیات کړي.

ده وویل:«موږ فکر کوو چې د ملکي تلفاتو د مسلې په برخه کې له ټولو ښېکیلو خواوو سره خبرې ډېرې مهمې دي. موږ په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره هم خبرې کړي.»

ملګروملتو د نوومبر تر دېرشمې پوري د ۳۱۸۸ تنو ملکیانو وژل کېدل او د ۶۴۲۹ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

پرون ملګروملتو وویل چې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د طالبانو له لوري د جګړې د تېزولو په نتیجه کې لږترلږه ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او په دې ډول دا کال د عامو افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د نوومبر تر پایه سږ کال د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۹ فیصده زیات ملکیان وژل شوي او دا شمېر حتي تر ۲۰۱۱ کال هم زیات دی چې ۳۱۳۳ تنه پکې وژل شوي ول.

ملګري ملتونه وايي چې له ۲۰۰۹ څخه، چې د ملکي افغانانو د تلفاتو د شمېر د معلومولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي، تراوسه پوري ۱۷۲۵۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۹۵۳۶ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *