برانیڅکا مې پنځه کاله وروسته د بس په تمځي کې ولیده. وریځې یې کش کړې او راته وې ویل:

– اوس هم په کافي عادت نه یې؟

ما ته د دې پخوانۍ خبره رایاده شوه چې سره ګاونډیان وو او د کافي څښلو بلنه یې راکړې وه او ما ورته ویلي وو چې زه پرې روږدی نه یم.

په خندا مې ځواب ورکړ: « اوس خو بس ته خیژو خو په دې یخني کې به کافي خوند وکړي.»

– پخوا خو دې نه څښله

– هغه وخت د خبرو لپاره څه نه و اوس که سره کښینو نو د ګاونډیتوب تیرې کیسې به وکړو

برانیڅکا له جیبه یو ربړ راوایست، خپل ویښته یې شاته وتړل او راته ویې ویل:

– ته له پخوا خوند اخلې او زه وایم چې دغه اوس خوند واخلو

– زه هم د اوس خبره کوم

– دغه شیبه راته وایې چې سره کښینو چې تیرې کیسې وکړو ما چې یو وخت درته ویل چې سره کښینو چې نوې سره واورو.

د بس دروازه پرانیستل شوه، لاس مې ورته ونیو چې مخکې شي، دې راته وویل چې زه په ۱۱۶ شمیرې بس کې ځم.

ځواب دلته پرېږدئ