لیکوال

حېران يم چي څه وکړم، توره شپه ده ، له هرې خوا مي خلګ په سوکانو او لغتو وهي او زه کله يوې خوا ته ټکري وخورم ، کله بلي خوا ته. کمال دا دی چي په دې تيارې کې دښمنان ما ويني، خو زه يې نه وينم ځکه يوازي او يوازي وهل خورم او ځان له دې ظلم او جوره نه سم خلاصولی. بس له دړده کريژي وهم. ناڅاپه زما ځان ته پام سي چي زه خو وړوند نه يم بلکې په خوب کې چا سترګي راتړلي دي. اوس چي څنګه وغواړم چي له سترګو تور ټوکر ليري کړم، نو ناببره مي چيغې تر خولې ووزځي چي داسي خو کېدي نه سي، ولي چي دواړه لاسونه مي د يو بل سره په جنګ دي، په تېرو نوکانو د يو بل غوښي اړوي او بدبختان مي هيڅ خبره نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *