تاند- د ایران فارس نیوز خبري اژانس وايي چې د دسمبر په شپاړسمه /سې شنبه/ په پېښور کې د پاکستان د پوځي چارواکو د اولادونو پر ښوونځي برید د پاکستان په تاریخ کې یوه بده حمله وه.

د دغه اژانس د راپور پر اساس په همدغه نېټه یعني د دسمبر په شپاړسمه بنګله دېش له پاکستانه بېل شوی و او له دې داسي ښکاري چې حمله کوونکو د دسمبر شپاړسمه په شعوري ډول انتخاب کړې وه.

د فارس نیوز له راپور سره سم، د پاکستان پوځ د پوځي چارواکو د اولادونو لپاره ځانګړې او جلا ښوونځي لري. د دا ډول ښوونځیو په سلو کې ۹۰ زده کوونکي د پوځي چارواکو اولادونه وي.

طالبانو یو وار بیا د پاکستان د پوځ لپاره د دسمبر شپاړسمه، چې په بنګال کې یې یو لک سرتېري تسلیم شوي ول، په یوه بله توره ورځ بدله کړه.

په همدې حال کې پاکستاني طالبانو ویلي چې د پاکستان پوځ او د دغه پوځ تبلیغاتي څانګه حقایق اپوټه ښيي.

د طالبانو ویندوی محمد خراساني ویلي چې د پاکستان پوځ او رسنۍ د وژل شویو زده کوونکیو عمرونه او د پوځ له چارواکو سره د هغوی خپلوي پټوي.

محمد خراساني وویل چې د پوځ ښوونځی (ارمي پبلک سکول) درې برخې لري ، ابتداییه، متوسطه او د لوړو زده کړو.«موږ خپل کسان یوازې هغو کسانو ته لېږلي وو چې لویان او بالغان دي او په پوځیانو پوري تړاو لري. زموږ وسله والو کسانو پر هغو تر حملې مخکې د هغوی نومونه او د پلرونو د دندو په اړه پوښتنې کړي او هر هغه زده کوونکی یې وژلی چې پلار یې په پوځ کې کار کاوه.»

د پاکستاني طالبانو ویندوی په عین حال کې ادعا کړې او ویلي یې دي:«کله چې پوخیان ښوونځي ته راغلل، واړه ماشومان او د ملکیانو د کورنیو زامن یې هم ووژل څو په دې توګه خپله ناکامي پټه کړي.»

د ایران فراس نیوز خبري اژانس د کارپوهانو په قول وايي چې طالبانو غوښتل په عین حال کې دا پیغام ورکړي چې د وزیرستان عملیاتو دوی کمزوري کړي نه دي بلکې که وغواړي حتی د پاکستان د پوځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ځای کې هم هر څه کولی شي.

د دغه اژانس د راپور پر اساس د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف د ښو او بدو طالبانو له اصطلاح سره مخالف دی.

پاکستاني پوځیانو او چارواکو افغان یا هغه طالبان چې د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې جنګېږي، د ښو طالبانو په نوم یادول خو هغه طالبان یې بد طالبان بلل چې په پاکستان کې جنګېږي.

په وروستیو ورځو کې پاکستاني چارواکي وايي چې ښه طالبان هم د دې لپاره ښه نه دي چې په نهایت کې د بدو طالبانو مرسته کوي.

One thought on “طالبانو ولې د دسمبر ۱۶ مه د پوځیانو پر زامنو د حملې لپاره غوره کړې وه؟”
  1. ټینګه شه بچو چې نن د وار دی! کله چې پاکستانې طالبانو په دغه هیواد کې په پبلک ارمی ښوونځي باندې حمله وکړه او رسنیو د پیښې د تلفاتو په هکله خبرونه خپاره کړل نو خدای شته چې د بې ګناه ماشومانو په وژل کیدو مې خوا بده شوه ځکه چې ماشومانو خو ګناه نده کړي خو وروسته مې له ځانه سره فکر وکړ چې ای د خدای بنده که ماشومان بي ګناه دي نو الله به جنت ورکړي خو اوس مهال دا پر پاکستان یو سیاسي وار وه او په دې سره به هغه ظالمانو نظامیانو د درد احساس کړی وي چې دا ۴۰ کاله یي زمونږ په ګران هیواد کې په میلونونو بي ګناه کسان د خاورو لاندې کړي دي. نو سمدستي همدا کلمه را یاده شوه چې وایي ټینګه شه بچو چې نن دې وار دی

    نور

    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *