تاند- سره له دې چې د نړۍ په اکثرو سیمو کې د پوځ او د لا غښتلي پوځ لرل مهم ښکاري خو داسي هیوادونه هم شته چې پوځ نه لري مګر بېغمه ژوند کوي، البته د دغو هیوادونو په ګاونډ کې نه پاکستان شته نه ایران.

د دغو هیوادونو لپاره د جرمني د لومړني صدراعظم اتوفون بیسمرګ دا خبره بې معنا ده چې ویلي یې و:«که سوله غواړئ نو جګړې ته تیار اوسئ.»

موږ باید په دې خبره عمل وکړو ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت او د پاکستان اسلامیه جمهوریه مو ګاونډیان دي.

خو دا هیوادونه داسي نه دي:

لیختنشتاین

لیختنشتاین د اروپا یو کوچنی هیواد دی. پلازمېنه یې فادوتس نومېږي. د دغه هیواد په ختیځ کې اتریش او لوېدیځ کې سویس دی. بل ګاونډي نه لري.

هیڅ ګاونډی له لیختنشتاین سره کار نه لري چې ولي یې حکومتي سیستم شاهي دی. دا په داسي حال کې ده چې هیڅ لوی دنیايي قدرت د دغه هیواد د امنیت ذمه په غاړه نه ده اخیستې.

ګریناداد

ګرینادا هیواد، چې له ټاپوګانو جوړ دی، د کربین سمندرګي په جنوب ختیځ کې پروت دی. د انتیل اورین یا اتشفیشاني ټاپوګی هم په دغه هیواد کې دی.

ډېر هیوادونه د دغه هیواد ملاتړ کوي. د دغه هیواد شاوخوا دومینیکن جموریت، باریوداس، انتیګوا، بربودا، سینټ کیتس، سینټ لوسیا او سینټ وینسنټ پراته دي چې هیڅ یو غښتلی پوځ نه لري. مګر ټول له امریکا ډارېږي او د ګریناډا لحاظ کوي.

واتیکان

واتیکان چې د ایټالیا په منځ او د دغه هیواد د پلازمېنې روم په محدوده کې دی، خپلواک هیواد دی.

په نړیوالو قوانینو کې واتیکان سپېڅلی حاکمیت او د کاتولیک کلیسا د معنوي مشرانو هستوګنځی ګڼل کېږي.

نایورو

نایورو جمهوریت، د پسفیک په لوېدیځ کې یو کوچنی ټاپو دی. دا هیواد نژدې ۱۴ زره نفوس لري او په ۱۹۸۶ میلادي کال یې خپلواکي ترلاسه کړه.

د غیررسمي تفاهم پر اساس استرالیا د دغه هیواد ملاتړ کوي.

په ۱۹۴۰ میلادي کال د جرمني پوځ پر نایورو یرغل وکړ خو استرالیايي پوځیانو یې دفاع وکړه.

اندورا

د اروپا دا کوچنی هیواد د فرانسې او هسپانیا په منځ کې پروت دی. سمندر ته لار نه لري. اندورا په باسکي ژبه شاړې مځکې ته وايي.

هسپانیا او فرانسه د دغه هیواد د خپلواکۍ ساتندوی دي.

ساموا

دا هیواد، چې په حقیقت کې له ټاپوګانو جوړ دی، په ارام سمندر کې دی. پلازمېنه یې اپیا نومېږي چې په اوپولا ټاپو کې دی.

د ۱۹۸۳ میلادي کال له موافقې سره سم د دغه هیواد دفاع د امریکا د متحدو ایالتونو په غاړه ده.

د سلیمان ټاپوګان

له ټاپوګانو دا جوړ شوی هیواد د ارام سمندر په جنوب لوېدیځ کې د ملانزي په سیمه کې پروت دی.

د سلیمان د ټولو ټاپوګانو شمېر ۹۹۲ ته رسېږي.

څو ستر هیوادونه د دغه هیواد ساتنه او ملاتړ کوي خو تر ډېره د استرالیا د پوځ له ملاتړه برخمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *