د افغانستان کرکټ بورډ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د افغانستان اسلامي جمهوریت دوهم مرستیال سرور دانش سره وکتل

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او ددغې ادارې یو شمیر نورو غړو نن ماسپیښین د افغانستان اسلامي جمهوریت دوهم مرستیال سرور دانش سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په پیل کې د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ته د ورکړل شوې دندې مبارکي ووییله او دوی ته یې د بریالیتوبونو غوښتنه وکړه. دانش د کرکټ لاسته راوړنې د ټول ملت لاسته راوړنې وبللې او په افغانستان کې یې د نورو سپورتونو ترمنځ دغه ورزش له لارې راوړي ویاړونه او خوشحالۍ بې سارې وبللې. نوموړي د نوي مدیریت له کاري پیل څخه ستاینه وکړه او ویې وییل چې موږ باور لرو چې د نوي مشرتابه د غوره پلانونو او کوټلو ارادو پر مټ به د کرکټ بهیر له نویو رنګونو څخه تیر شي. نوموړي د کرکټ بورډ چارواکو ته ووییل چې، د کرکټ بورډ ادارې ته تل ددوی دفتر دروازی پر مخ خلاصې دي او د خپل دفتر رئیس ته یې سپارښتنه وکړه چې تر هر څه وړاندې به د کرکټ بورډ ادارې پورې اړونده چارو او وړاندیزونو ته لومړیتوب ورکوي. دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ته ووییل چې، دوی به د کرکټ بورډ غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي او زیاته یې کړه چې، د کرکټ بورډ اداره دې خپلې غوښتنې په لیکلي ډول د نوموړي دفتر ته وسپاري تر څو د لنډې مودې په ترڅ کې اجراء شي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، موږ په هوډمنو ګامونو یو نوی پیل اخیستی دی. زموږ کاري لومړیتوبونه به د کرکټ بورډ ادارې لپاره د لس کلنې سټراټیژۍ جوړول، د ملي لوبډلې لپاره د غوره پروګرامونو عملي کول، د نړیوال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې اغیزمنه ونډه، د کورني کرکټ په کچه نوښتونه او د اداري جوړښت پیاوړتیا وي. دانش ووییل چې، موږ یو غني کرکټ لرو او دغه غني جوړښت ته به نوره وده هم ورکوو. نوموړي ووییل چې، موږ په پلان کې لرو د ملي لوبډلې لپاره یو مالي حساب پرانیزو تر څو په راتلونکې کې د ملي سوداګرو او نړیوالو پانګونکو لخوا جلب شوې مرستې دغه حساب ته په مستقیم ډول ولیږدول شي. دانش د ولسمشر دوهم مرستیال له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د کرکټ بورډ اداره د یوې ملي ادارې په توګه د دولت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. دانش د ولسشمر دوهم مرستیال ښاغلي دانش ته د کرکټ بورډ عمومي جوړښت په اړه هم معلومات وړاندې کړل. نوموړي ووییل چې، ددغې ادارې سیستم له پرمختللیو سیستمونو سره برابره دی او د کرکټ بورډ نوي چارواکي به دغه سیستم له نړیوالو معیارونو سره په هر اړخیزه توګه برابر کړي.

د کرکټ بورډ د اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري هم د ولسمشر له دوهم مرستیال څخه مننه وکړه او ویې وییل چې، د کرکټ بورډ اداره د یوې ملي ادارې په توګه خپلو مسئولیتونو ته ژمنه اداره ده او په هره کچه به خپل ملي رسالت په ډاګه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *