تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا له ګوانتنامو څخه د ۴ افغان بندیانو خلاصون تایید کړ، ویې ویل چې د پاتې ۸ نورو افغان بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا نن ومنله چې شاه ولي، خیالي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر په ګوانتنامو کې له لس کاله بنده وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي خو لا هم ۸ تنه افغان بندیان په ګوانتنامو کې دي چې افغانستان یې غوښتونکی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا وویل، له ګوانتنامو څخه به څلور تنه خوشي شوي افغان بندیان ژر خپلو کورونو ته وسپارل شي.
پرون د افغانستان د حکومت چارواکو ویلي و چې له طبي معاینو وروسته به افغان بندیان خپلو کورنیو ته وسپاري.

راپورونه وايي چې امریکا دا څلور تنه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه افغانستان ته سپارلي دي.
تېر کال امریکا درې طالب بندیان د خپل یوه برمته شوي پوځي د خلاصون په بدل کې قطر ته ولېږل.
ګومان کېږي دا بندیان به د افغانستان له حکومت سره د افغانستان د حکومت د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي.
په ګوانتنامو کې لا هم د ۸ افغانانو په شمول د نړۍ د مختلفو هیوادونو ۱۳۲ بندیان ساتل کېږي.