تاند- په پاکستان کې پر اعدام د بندیز د حکم له لېري کېدو او د ۲ طالبانو له اعدامېدو وروسته څلور تنه نور په دار وځړول.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پېښور د سې شنبې د ورځې /دسمبر۱۶مه/ له حملې وروسته د اعدام سزا د هغو کسانو لپاره تایید کړه چې په ترهګرو هلوځلو کې نیول شوي وي. د جمعې په ورځ دوه تنه په پنجاب ایالت کې اعدام شول.
د پاکستان حکومتي سرچینو نن /یکشنبه/ وویل، د پنجاب ایالت په یوه محبس کې د څلورو ترهګرو د اعدامېدو لپاره تیاري نیول شوې ده.
دا څلور تنه په ۲۰۰۳ میلادي کال د پاکستان د هماغه وخت پر ولسمشر پروېزمشرف په ناکامې وژونکې حملې کې په لاس لرلو په اعدام محکوم شوي وو خو حکم یې نن د فیصل اباد په محبس کې نهايي شو.
زبیر احمد، رشید قریشي، غلام سرور بټي او اخلاق احمد هغه څلور محکومان دي چې تېره شپه له بنده د اعدام ځای ته یووړل شول.
د دغو کسانو د اعدام په درشل کې په فیصل اباد ښار کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.
پرون پاکستاني ورځپاڼو د عقیل الیاس عثمان او ارشاد محمود په دار پوري ځړول شوي عکسونه خپاره کړل.
پاکستان له ۲۰۰۸ میلادي کال را په دې خوا د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د بشري حقونو د ټولنو د فشار له کبله د اعدام سزا درولې وه.
د پاکستان پر وروستیو اعدامونو هم د بشري حقونو ټولنو انتقادونه کړي دي خو پاکستان وايي چې د اعدام سزاوو ته به دوام ورکړي.