• نامعلومو وسله والو کسانو په جوزجان کې یو ښوونځی سوځولی
• د بغلان ولایت د ښوونکو د روزنې مرکز ۲۷ تنه محصلین مسموم شوي
تېره شپه شاوخوا ۹ بجې نامعلومو وسله والو کسانو د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د حسن تابول ښوونځي ته اور اچولی، چې د یاد ښوونځي اداري اسناد او درسي کتابونه سوځېدلي او د ښوونځي ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
د یو بل خبر له مخې پرون شنبه د بغلان ولایت د پلخمري ښار د ښوونکو د روزنې مرکز ۲۷ تنه محصلین د غرمې د ډوډۍ خوړلو پرمهال مسموم شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. یاد محصلین تر لازمې درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
د پوهنې وزارت رهبري په جوزجان کې د يو ښوونځي سوځېدل په کلکو ټکو غندي او له امنیتي ادارو غواړي، چې ددې پېښې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. وزارت د تل په څېر له قومي مشرانو او خلکو غوښتنه کړې، چې د معارف د اماکنو په ساتلو کې د زړه له کومې مرسته وکړي.