ګاونډي مو د کورتو کشرى رانه وړى و. په سبا يې وړې لور د کور د روازه را ووهله، د کشري ټوټې يې په لاس کې وې. ويل يې مور مې وايي بل به درته واخلو، څه مې ونه ويل، ماتې ټو ټې مې ورنه واخيستې.وروسته مې ابا خبرشو ورويې غوښتم د زړه د سر جيب ته يې لاس کړ: پسې زياته يې کړه، که کله ښارته ولاړې يوکشرى هم د رسره راوړه.

ما خوله چوله کړه:

بل ځل که يې وغوښت، کشرى به نه ورکوو. ابا پر ولاړو ورځو لاس راوکيښ داسې اېسېدې، لکه باز چې د ښکار په وخت غبرګ وزرونه خلاص کړي. د ناستې اشاره يې راته وکړه. مخې ته مې ګونډ ووهل. ، پسې وې ويل، بچو د تا په کمکيني دوه ځايه لاس مات سو. يو ځاى له څنګلې سره، بل په مړوند کې. سرمې وښوراو، چې ګواکې په ياد مې دى. خرلچې به دې وهلې، په يوه ځاى د‌ ې ټيکه نه کيده، د اوبو برغولى وې. خيرلاس دې لا مياشت نه وه وتلې، سره کوشير شو. کشري هم پرېمانه دي، د خداى بلا رغيږي، خوکه دي د ګاونډي زړه ورمات کړ. نه کوشيرنيسي، نه بل رغيږي. څه مې ونه ويل ولټيدم. تردې منځ شپې ووتې. بله ورځ ښارته ولاړم، په دوکان کې مې يوسورکشرى خوښ کړ، غولى يې لکه د خاصه مړيو، ځاى،ځاى ګوتې پکې لګول شوې وې. ترکوره مې لکه خوږ لاس نيولى و. له موټرنه، چې کوزېدمه ، د ګاونډي لور له کړکۍ په مڼده لرې شوه. ذهن ته مې را تيرشول، ما ويل په مور به زيرى کوي، چې هغه دى پورته کورنوى کشرى راوړ. زينې ته ورسيدم جنۍ تر وره سر را ايستلى و. تنګې ، تنګې سپږومې يې وې، په مټ کې به ساه ترې وته، لکه د پسه کولمو ته چې غوټه ور واچوې. پرککرۍ يې دوه وړې چوټۍ، په وړو سرو قيدکونو تړلې وې. پرې راتيرسوم. ډاريدم اوس پسې راغږ نه کړي، چې له کشري سره پام کوه، درنه مات نه شي. څه وخت وروسته مې په پخلنځي کې، د مورغږ اوريده، له ځانه سره يې دعوې وهلې ويل يې:

کورګډي، با ډبرې پکې سرويي، هغه دى د سرله خوا بيا را چاک سوى. دا څوم کشرى دى. نه موږشرميږو نه د وى، کشرى که دې ور کړ، سبا ته يې ايرغوى تر ې سايستلې وي. مورمې نورهم څه ويل، خو زما د ابا وروستۍ خبره راپه زړه شوه، دګاونډي زړه که دي ورمات کړ، نه کوشير نيسي، نه بل رغيږي. غوږنه مې مړه واچول په خونه ننوتم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *