تاند- د کندهار امنیه قومندان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د دولت وسله وال مخالفان د ډیورنډ کرښې تر پوري غاړې پوري تعقیب کړي.

جنرال عبدالرازق، چې د طالبانو تر ټولو خونړی دښمن ګڼل کېږي، په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له تصفیوي عملیاتو وروسته وویل چې خپلو سرتېرو ته یې ویلي چې پر هغو طالباتنو هم رحم ونه کړي چې د پاکستاني پوستو له شاوخوا څخه پر افغانستان بریدونه کوي.

دی وايي چې طالبان د پاکستان د سرحدي پوستو له څنګه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

ویل کېږي چې د طالبانو په وړاندې د جنرال عبدالرازق قاطع چلن په کندهار کې د امنیت له نسبي ښه کېدا سره مرسته کړې ده.

د چارو ځیني کتونکي د جنرال رازق دا ډول څرګندونې ګټوري نه بولي، وايي چې د ده خبرې پاکستان ته د افغانستان پر خاوره د توغندويي او نورو بریدونو پلمه په لاس ورکولی شي.

3 thoughts on “جنرال عبدالرازق خپلو ځواکونو ته امر کړی چې طالبان په پاکستان کې تعقیب کړي/ ویدیو”
  1. خدای دې هر مسلمان اوهر افغان ددغه ښاغلې په ډول ولرې. پیشکه چې دپښتنې مور پاکې شیدې یې رودلې دې!!! خدای ج دې اوږد ژوند دګران هیواد په خدمت کې ورکړې.او الله ج دې یې تل کامیاب ولرې.امین

  2. ما ته خو داسې ښکاري چې دا سړی په پوست پاک نه وي. د شمال ټلوالې له جنایتکارانو سره د ده د خنداګانو او مجلسونه یوه ویډیو مې هم څو میاشتې وړاندې لیدلې وه او له هغه وخت راهیسې مې ډېر نه خوښېږي. د ډیورنډ پورې غاړه هغه ولي چې کله دې په ډګه کې زور پیدا شو، اوس خپله شوله خوره او پرده کوه.

  3. الله ج دی ده ته بی حده زیات عمر ورکړی او الله ج دی داسی ځوانان دومر زیات کړی چه د چرکستان نو ددنیا دنقشی سخه ورک سی.
    زنده آباد جنرال رازق زه تاته دیر په غرورپه فخر سلامی وهم

ځواب دلته پرېږدئ