عصمت الله سلام /غزنی –
یاده ناسته چې نن شنبه د۱۳۹۳ هـ ل کال د لیندۍ د میاشتي په ۲۹ نیټه د ماسپښین په دوه بجي دغزني ښار – دریم پلان د یادې ټولنې په دفترکې وشوه .
دغونډي پیل چې په کې لسګونو ګډونوالو برخه اخیستي وه له اجنډا سره سم ښاغلي واحیدالله جمعه زاده د سپیڅلي کتاب قران کریم په مبارکو ایتونو وکړ، ورپسې د ټولنې منشي ډاکترغلام عمرعیان د تیروعملي کړنو راپوردغونډي ګډونوالوته واورول .
ورسته د اجنډا دوه اړیني موضوع ګاني ترجدي بحث لاندې ونیول شوي اوپه راتلونکې کې ورته دعملي کولو پلان جوړشو.
لومړۍ موضوع: د ټولني چاپې خپرونه :
داموضوع چې دژوندمدني ټولنې مشرښاغلي نقیب الله خاکسار دغونډي ګډونوالوته وړاندي کړه دغونډي دګډونوالو له تودهرکلي سره مخ سوه اوټولوپه یوه خوله هوکړه وکړه چې دټولنې له ادرسه مهالنۍ خپرونه اړینه ده ترڅووکولای سوله دې لارې څخه هم خپلوخلکوته دچوپړویاړ ولروخوداخپرونه باید له هراړخ څخه غني وي .
چې په پای کې دټولنې ټولوغړوښاغلي واحیدالله جمعه زاده داکثریت رایوپه تاییدددې خپریدونکي مهالنۍ خپروني دمسول مدیر په حیث وټاکل اوورته یې لارښونه وکړه چې تر راتلونکې غونډي پورې دې مهالنۍ خپرونې ته له نورملګروسره په مشوره یونوم وټاکي اوله ملګروڅخه ورته اړین توکي راټول کړي.
دویمه موضوع : په غزني ښارکې د اصلاح مرکز څخه لیدنه باید وسي.
داموضوع چې انجنیرعصمت الله سلام دغونډي ګډونوالوته وړاندي کړه په کې ذکرسوی وه چې دځیني ناتاییدسویو راپورونوپه بنسټ د غزني ښارپه دریم پلان کې داصلاح مرکزپه نوم یودفتر په دې موخه فعالیت کوې چې دهغو ماشومانوڅخه پالنه وکړي کوم چې ددولت له لوري په بیلابیلوپیښوکې دښکیلتیا له وجي مجرم پیژندل سوي خوله بده مرغه ددغوماشومانو صحي وضیعت داندیښني وړدی ، نه خوورته مناسب خواړه ورکول کیږي ، نه ورته مناسب ځای ځایګی برابرسوی اونه هم ورسره دیاددفترکارکونکي ښه چلندکیږي .
حال داچې یاددفترددولت څخه په دې موخه خورا ډیره بودیجه ترلاسه کوې .
دغونډي ګډونوالوپه دې اړه ژورخپګان وښوداویوه پنځه کسیزه کمیسون ته یې دنده وسپارله چې موضوع ترجدي پلټني لاندې ونیسي اوراتلونکي غونډي ته خپل کاري راپوروړاندي کړي .
یادکمیسون چې دانجنیرمحمدفاروق بویا په مشرۍ له لاندې پنځو کسانوڅخه جوړسو ، ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅي ونه سپموې .
۱ – انجنیرمحمدفاروق بویا
۲ – ډاکترغلام عمرعیان
۳ – انجنیرعصمت الله سلام
۴ – نقیب الله خاکسار
۵ – اسدالله سیال
غونډه مازدیګر په ۴:۰۰ بجو ښاغلي واحیدالله جمعه زاده ددوعایې په ویلوپای ته ورسوله .
ژوندمدني ټولنه په رښتیاهم چې دسپیڅلې احساس له مخې کارکوې الله دې نورهم وس ورکړي که څه هم له مشرانوسره یې نه پیژنم خوهغه زده کونکي ډیرترې خوښ کوم چې څه موده مخکې دکانکورازموینې لپاره دغزني شارته تللي ول۰