د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې له لورې په غزني کې د پینځلسو تنو محلي، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو ته د ځان ساتنې او خونديتوب په اړه دوه ورځنی مسلکي او رونیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۹مه پیل او په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېدو.
د دې رونیز ورکشاپ په لومړۍ ورځ خبریالانو د ځان ساتنې په تړوا تئوریک او نظري زده کړې ورکړل شوې.
په تئوریک بحثونو او لارښوونو کې د طبعي او غيرطبعې پيښو اړوند د ناورينونو، سيلابونو، چاودنو، د سړک د غاړي د ماينونو، جګړو، لاريونونو، اورونو او ورته نورو پيښو پر مهال د خبريالانو د ځان ساتني او د خبريالانو له لوري د نورو د ساتني په اړه مسلکي توکي او تشريحات شامل وه.
د غونډې په دویمه ورځ د غزني د ملکي روغتون ډاکټر عجب خان وردګ خبریالانو د لومړنیو روغتیایي وسایلو په اړه عملي او نظري لکچر ورکړ.
په دې تدريس کي د ټپي کيدو ، د بدن د غړو د ويني کيدو ، سوځيدو، زخم، د هډوکو د ماتيدو او ورته نورو حالتونو پر مهال د لومړنيو درملنو په اړه عملي او مسلکي زده کړي ورکول سوې، د دې دوه ورځني ورکشاپ پر مهال د ( اړيکو او د سفر پر مهال د مسلکي او پوره تياري ) په اړه هم د ورکشاپ ګډونوالو خبريالانو ته لازمي لارښووني وسوې .
د غونډې په وروستیو کې په مرکزي زون کې د یادې کمېټې د استازي جمیل وقار له لورې په ۱۷ تنه خبریالانو باندې د روغتیایي لومړنیو توکو بکسونه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د خبریالانو لپاره دا ډول ورکشاپ په لاره اچول کېږي.