ځايي قومي مشران وايي، په زابل ولايت کې د محلي شوراګانو ډېری مسوولين طالب قومندانان دي او د ملي پيوستون او پوليو واکسين ۸۰ سلنه پيسې په خپلو کې سره وېشي.

د ولسي جرګې غړي وايي، که د زابل په هره ولسوالۍ کې څوک وغواړي، چې محلي شورا جوړه کړي، بايد له کوټې شورا د فعالیت اجازه لیک راوړي.

ځايي مشران وايي، پروژې او محلي شتمن د طالبانو مالي تمویلوونکي دي او په زابل کې د طالبانو هر سرګروپ ته د ځايي لوړ پوړو مامورينو له لوري موټر سايکلونه، وسلې او پيسې ورکول کېږي.

د زابل ولايت قومي مشران ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون او د پولیو واکسين د کمپاين ۸۰ سلنه پیسې د وسله والو مخالفينو جېبونو ته ځي.

دوی وايي، په دغه ولايت کې د محلي شوراګانو ډېری مسوولين طالب قومندانان او يا هم د دوی نېږدې خواخوږي دي، چې په تېرو څو کلونو کې يې د اساسي پروژو ډېرې پيسې په خپلو کې سره وېشلې دي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي وايي، په وار وار يې غږ کړی، چې د وسله والو اورپکو د لیکو د کمزوري کېدو لپاره بايد د هغوی مالي سرچينې وچې شي، ځکه چې د بهرنيانو ترڅنګ په کور د ننه هم دوی ستر مالي ملاتړ لري. دوی وايي، په زابل کې د طالبانو ډلې تر ټولو زيات د دولت په پيسو خپلې ليکې پياوړې کوي.
د يادې جرګې غړی حميدالله توخی وايي، که د زابل په هره ولسوالۍ کې څوک وغواړي، چې محلي شورا جوړه کړي، نو بايد له کوټې شورا اجازه ليک راوړي.

د ښاغلي توخي په وينا، د زابل د واکسين پروګرام او ملي پيوستون د پروژو لويه برخه د طالبانو جګړه تمويله وي: ((د دې ترڅنګ نورې هغه پروژې چې په سيمه کې پلې کېږي، له هغه درکه هم طالبانو ته ډېرې پيسې ورځي او همدا ډول محلي لوړ پوړي مامورين، ځايي شتمن د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون طالبانو ته پيسې ورکوي، وسلې او موټر سايکلونه ورته اخلي.))

ځايي خلک وايي، طالبان له خلکو په زور د عشر او زکات په نامه د کرنيزو حاصلاتو ونډه اخلي، په دوکانونو او سوداګرو يې کله پولي اېښې، که يې څوک ورنه کړي، نو سزا ورکوي. دوی وايي، په ياد ولايت کې د ملي پيوستون د پروژو هېڅ څرک نه لکېږي او شايد د ډېری پروژو کيفيت له همدې امله ټيټ وي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، په زابل کې د طالبانو د ليکو د پياوړتيا يو لامل د ځينو شرکتونو، ملي پيوستون د پروژو او پوليو واکسين پيسې دي.

ښاغلي روغ ليوني محور ته وويل، چې په همدې تړاو يې د شاجوۍ ولسوالۍ د کجرخېلو د کلي د ملي پیوستون رييس او مالي امر نيولي، چې خپله يې مخالفينو ته د پيسو پر ورکړې اعتراف کړی دی. دی وايي، د زابل په لرې پرتو ولسواليو او سيمو کې طالبان له همدې درکه مالي ملاتړ تر لاسه کوي.

د زابل د عامي روغتيا رييس ډاکتر لعل توخی بيا دا نه مني، چې د پولیو د واکسين پیسې مخالفينو ته تللي او په غبرګون کې يې د ادعا پر ځای شواهد غواړي.
د ملي پيوستون مشر عبدالرحمن ايوبي وايي، په ځينو سيمو کې ستونزې شته، خو زياتوي، موږ د خلکو په غوښته دغه پروژې پلې کوو. ښاغلی ايوبي وايي، د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ د کجرخېلو د پېښې په تړاو به پلټنې وکړو او وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړو، ځکه چې تر اوسه پورې موږ ته داسې معلومات نه دي رارسېدلي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په زابل کې طالبان د محلي شوراګانو مشري کوي”
  1. ټول حقیقت دی حتی دسیکا دلاری ټول پیسی مخالفینوته ځی اوزموږ په ولایت کی هر رئیس خپله ونډه ورکوي مخکنی ښاروال ۶ موټرسیکله په یوه ورځ ورته رانیول شاهد اسناد سته دهربخش دا صحي ده اما پولیس خصوص محلی پولیس دمرمیو اونورو شیانو مرسته ورسره کوی

  2. یارانو دا به منو چی د خارجیانو یو اندازه پیسی په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول سره د دولت مخالفینو ته رسیږی. طالبان د واکسین په پروګرام کښی دومره نفوذ لری چی کولای شی په یوه تیلیفون د زابل ولسوالی د واکسین مسول د وظیفی څخه لری کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *