(ولسمشر ته وړاندیز)
په ۱۹۴۷ کې انګریزانو له هند څخه له وتلو وړاندې هند په دوو برخو وویشه، د ډیورنډ له موضوع پرته، انګریزانو د ډیورنډ د کرښې ها خوا پښتونه سره بله ستره جفا دا وه چې په ریفرنډم کې یې پښتنو ته یوازې دوې لارې پریښودې یا به له پاکستان برخه کیږئ او یا هم د هند ، د افغانستان سره د یوځای کیدو او یا هم د خپلواک پښتونستان رامنځته کولو اپشن یې ور نه کړ. له دې وروسته په کال ۱۹۵۳ کې په افغانستان کې د محمد داود خان د صدراعظمي پر مهال پاکستان د نني خیبرپښتونخوا ایالت ته د صوبه سرحد نوم ورکړ او له چمنه تر میران شاه سیمې یې یوازې د دې لپاره چې د ختیځ پاکستان (ننۍ بنګله دیش) پر وړاندې په پارلماني ټاکنو کې بری ومومي د یوه متحد پاکستان د جوړولو ګام پورته کړ. له دې سره سم سردار محمد داود خان او د ایوب خان تر منځ ستونزې وزیږدې چې په دې لړ کې د دواړو هیوادونو تر منځ څو ځله پوځي جګړې هم وسوې او پاکستان د افغانستان د نړیوال تجارت پر مخ د ټرانزیت لاره د دوو کلونو لپاره وتړله چې ۱۹۶۳ کې یې پایلې د سردار محمد داود خان له دندې څخه په ګوښه کیدو تمامه سوه.
په ۱۹۷۳ کې د سردار محمد داود خان له لوري د سردار ظاهر شاه پر شاهي دولت کودتا، پاکستان یو ځل بیا سردار داود خان خپل د شتون ستر ګواښ احساس کړ ځکه چې دا ځل سردار داود خان یواځې یو صدراعظم نه بلکه د افغانستان یو رڼاند دیکتاتور، د دفاع او د بهرنیو چارو وزیرهم و. له دې سره سم د سړې جګړې په درشل کې پاکستان د لومړۍ نړۍ کنټاینمټ (امریکه) ملاتړی سو. د دې تر څنګ د سردار محمد داود خان په وړاندې مذهبي مخالفین لکه ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني پاکستان ته یو نیک زیری و او پاکستان ډیر ژر د افغان دښمنه افغانانو کوربه سو، د وخت په تیریدو د پاکستان زیږنده تنظیمونو او د کمونیستانو افراط د دې سبب سو چې افغانستان په سور اور بدل سي.
د پاکستان سره د افغانستان ۲۲۵۰ کیلومیټره پوله د افغانستان د جګړې ستر سبب وګرځید، د هیواد د بې ثباتي ستر لامل د هغه هیواد خپل وګړي وي، په پاکستان کې د افغانانو اوسیدل د دې جوګه سو چې پاکستان خپل هر جاسوس د افغان په جامه یا ډیری افغانان د خپلو جاسوسانو په جامه کې فعال کړي. د پاکستان په څیر هیواد سره دومره اوږده پوله له ګواښه تشه نه ده لاکن کله چې د تورخم او چمن لوېې دروازې د ورځې د زرګونو خلکو د تګ راتګ شاهدې وي نو له اوږدې پولې څخه د ناوړې ګټې اخیستو اړتیا نه لیدل کیږي.
د پیښور خونړۍ پیښې یو ځل بیا په پاکستان کې پر افغانانو ځمکه سره کړه او د پاکستاني پولیسو اختر سو، د یادې پیښې درې ورځې ورسته یوازې په راولپنډۍ او اسلام آباد کې ۳۰۰ بې ګناه افغانان زندانیان سول او په دغه ورځ د پښتونخوا ایالاتي حکومت په یوه میاشت کې د افغانانو د وتلو خبردارۍ ورکړ. که څه هم، دا کار به په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې تر بل هر څه ستر رول ولوبوي خو ګومان مې نه کیږي چې د ضیاءالحق زیږنده پروژه دې د نوموړي په نوم زوی چې اوس مهال د پاکستان لومړی وزیر دی داسې ژر پای ته ورسوي. یوازې یوه میاشت مخکې د یادې پروژې د لا غځولو لپاره د پاکستان مرکزي حکومت اعلان وکړ چې دوی به ډیر ژر په پاکستان کې میشتو افغانانو ته د کاروبار نورې آسانتیاوې هم برابرې کړي. دا پروژه پاکستان ته نه یوازې یوه سیاسې بلکه ستره اقتصادي پروژه هم ده.
په هرحال اوس د افغانستان حکومت ته پکار ده چې هر څومره ژر کیدی سي له پاکستانه افغان مهاجر هیواد ته را ستانه کړي. تیر حکومت د افغان مهاجرو د را ستنیدو په هکله تل دا وایل چې له پاکستانه د ۲ میلونو افغانانو هیواد ته راستنیدل پر حکومت بار دی، حکومت نه سي کولی چې د فقر په دې حالت کې ۲ میلونه نور افغانان سمبال کړي. لاکن دا د تیر او اوسنې فاسد حکومتونو یوه ډیر بې منطقه بهانه ده. په پاکستان کې د میشتو افغانانو اویا سلنه برخه میلونران دي او یوه برخه افغانان خو د پاکستاني بانکو ۱۰ سلنه پانګه چلونکي دي، نو دا ډول خلک به څنګه پر حکومت بار سي برعکس دوی به د هیواد په اقتصاد کې یوه ستره مثبته ونډه ولري په زرګونه افغانان به د دغو ملي تجارانو په تجارت کې په کار وګمارل سي.
د ولسمشر اشرف غني څخه نور کارونه هسې هم د شړیدو په خوا روان دي که غواړي چې د افغانستان په تاریخ کې د یوه ریښتني خدمتګار په نوم یاد سي نو ژر تر ژره دې په پاکستان کې د میشتو افغانانو لپاره حد اقل د شپږو میاشتو او حد اکثر د یوه کال ضرب الاجل وټاکي چې په ټاکل سوي موده کې باید ټول افغانان خپل هیواد ته را ستانه سي کنه له هغه وروسته د تورخم او چمن دروازې دې وتړل سي او د دواړو هیوادو تر منځ دې تګ راتګ یوازې د ویزې له لارې وسي، که چیرې په پاکستان کې میشت مهاجر په ټاکل سوي موده کې افغانستان ته را ستانه نه سي له هغه وروسته دې افغانستان ته پر پاکستاني پاسپورټ راځي. دا کړنه به په افغانستان د بدامني وضیحت ۷۰ سلنه را کښته کړي. ولسمشر اشرف غني باید په دې هکله جدي غور وکړي او عملي ګام پورته کړي. ضمناً، څرنګه چې د افغان مهاجرینو د شړلو په هکله په پاکستانۍ رسنیو او په یاد هیواد کې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین روان دی موږ ټول افغان اولس ته پکار ده چې په دغه کچه په خپل حکومت ټینګار وکړو تر څو ټول افغان مهاجر له ایرانه او په ځانګړې توګه له پاکستانه را ستانه کړي.
د سر لوړي افغانستان په هیله