اکسفورډ ۲۰-۱۲-۱۴
گران او هڅاند ليکوال منلی صاحب،
ما د ((بيان ژبپوهنې)) تر نامه لاندې ستا د اوسنۍ ليکنې ړومبنۍ برخه په دې در وارزوله چې د ښا غلي ((بدر)) شعري غونډلې (جملې) دې له رغښتي، په بله وينا، پښوييز(گرا مري) پلوه ناسمې بللې وې. خو زما پر اندو واند تا مټې د پسرغښتي ليدتوگې پر بنسټ په راروسته وړاندېينو سرليک او ليک (عنوان و معنون) سره برابر کړل!
او چې خبره پر پسرغښتواله (post-structuralism) شوه، نو د فرانسي يا انگليسي (inonciation linguistics) او ستا پښتو انډول (بيان ژبپوهنه)) د پسرغښتي ژبپوهنې، هغه هم د زېږندې- لېږندې پښويې (tive transformissional-genera
grammar يا ژبپوهنې د سرلاري چومسکي د شهود (intuition) يو ډول ارزول کېږي.( Smith Wilson: the New linguistic as result of Chomsky’s Revolution. همد اراز يې پار رسي ژباړه: ابوالقاسم . تهران، آگاه ۱۳۷۴)
دغلته سوسوري- رغښتي او بيا بېخبنايي يا دننني يو((دلالتي)) ليدتوگه نوره تاريخ ته سپارل شوې چې د مانا او مفهوم د نومېرنې(تشخيص) لپاره به ټول زور پر ژبنۍ جوله او پښوييزو دويو او دويونو (قوا عدو او قوانينو) اچول کېده او پراگماتيک (کارو نيز) دلالت ته هېڅ پام نه اوښت. که څه هم دا په دې مانا نه ده چې نن سبا گوندې جوله او رغښت له اړ وندو دويونو سره يو مخيز له پامه غورځول کېږي، بلکې بياهم لږوډېر په هر راز(بهرني، مخبنايي) دلالت کې خپل شتون خوندي ساتي. يا په ساده ټکو، يوه مانا بې لفظه هډو رامنځته کېدای نه شي.
د يوه دال د بهرني يا مخبنايي دلالت، او بيا څو دلا لتونو او ورسره د اړوندومدلولونو د نومېرنې په موخه د چومسکي(intuition) ترم چې ايراني ژباړنو (شهود) مانا کړی او موخه يې (شواهد عيني) ده، د يوه غو نډ نوم(کولکتييوم) په توگه هغه گرد دلالتو نه رانغښتای شي چې پليونيان يې پر بېلابېلو ډو لونو او نومونو يادوي.
په دې لړکې هغه دلالت چې (بيان ژبپوهنه(!) يې په نامه نومول شوې ،((مجازي)) او بياانځوريز، سېمبو ليک يا عاطفي دلالت گڼل کېږي. دا راز دلالت يو مدلول يا ويی د آرې (حقيقي) مانا پرځای، له اړولې (مجازي) مانا سره راپېژ ني ، هغه هم له دوه شرطونو او ځانگړتياوو سره:
لومړی- د سيده او ناسيده ماناوو تر منځ ديوه تړاو شتون؛
دويم- د داسې يوې ټاکلې قرينې شتون چې را و ښيي، ويی به بدله مانا کارول شوی دی.
په دې کې څه اړنگ نشته چې زموږ ذهن د يوه ژبني توک، ويي، غونډ، غونډلې يا وينا او متن له اورېد لو يا لوستلو سره وار له مخه (د بېخبنايي دلالت له مخې) آرې (حقيقي) مانا ته ورڅکېږي، خو دا قرينه ده چې ذهن نا آرې (مجازي) مانا ته وراړوي، لکه: گلمخې، گلڅانگه، گلپاڼه…چې په يوه شعري-ادبي وينايا متن کې مو د ستاينومونو په توگه سترگو ته نېغ دروي.
هو، که دغه دوه تړښتي وييونه (ترکيبي کلمې) وگړ نومونه وي، نو بيا مو ذهن هماغې آرې مانا، په نو رو ټکو، اړوندو ښځينه نومونو او نوموليو ته ور څکېږي؛ او (گلڅانگه) لا روږدي قاموسي- بوتا نيکي مانا ته. نورې بېلگې يې، لکه سبرونه، گل ونه، گل وله، اسمانڅک…يا يوستوي وييونه، لکه لمر، سپوږمۍ، ستوری، مرغلره، خول، غمی… چې عادي وييونه دی، خو د وگړنومونو په توگه دويم دلالت راخپلوي او د ادبي- شعري انځورونو په توگه درېيم او داسې پسې نور.
دانو په علمي ډگر کې يو دود گرځېدلی چې د يوې خپلواکې پوهنې بېلابېلې څانگې يا ديسيپلونونه لږو ډېر د هغې پوهنې د ډولونو په نامه هم يادېږي چې يوه بېلگه يې (بيان ژبپوهنه) ده.
دوديزه- عربي ماناپوهنه (علم ا لمعانی) د همدغه ډول دلالت زېږنده ده چې د نومهالې ټوليزې مانا پوهنې(semantics) يوه کوشنۍ برخه گڼل کېږي.
ښايي، تا به هم((بيان ژبپوهنه))، اگاهانه، ناگاهانه، د علم المعا نی او بيا بديع و بيان(rhetorics) ټوليو (مقولو) له مخې غوره کړی اوسي!
هسې خو کېدای شي نور آر ژبني دلالتونه هم له اړتيا سره سم بېلابېلې ژبپوهنيزې څانگې او خرا نگې له بېلابېلو نومونو سره رامنځته کاندې.
په هر ډول، د سکالود ښه ترا روښانونې او غځونې په موخه ستاخپلې يا ژباړلې ادبي بېلگې رالړۍ کول يو نوښتگرانه کار دی. داسې چې زه ترې، نه يوازې د اړوند دلالت او بيا ماناپوهنې، په تېره د څومانيزوالي (polysemy) په تړاو تيار پر تياره گټه اخلم، بلکې د ادبي څېړونکو کره کتونکو پر مخ يوه نوې دريڅه هم پرانيزي او دېته يې ور څکوي چې له (و)گړنۍ زېرمې رانيولې تر ليکنۍ- شعري دې پورې ورپسې لټون وکړي او تر کتابي کچو يې ورسوي!
هرگوره، د تاندووبپاڼې له لارې د کړنيزې ژبپوهنې (emplied ginguistics) د اړوندو ليکنو په لړکې ((دنده)) سمه راپېژندلې، خو پر دې نيوکه (( د ژبپو هانو يوه ستونزه داده…))، زه پوه نه شوم، ستاموخه کوم ژبپوهان دي چې دغو خبرو ته يې هېڅ پام نشته؟
که ما پکې شمېرې، نو ما خو لا هماغه مهال(۱۳۵۱) چې دنده، اړيکی، بېلگه او نور وييونه له ناسمو (خجونو) او وينگونو(تلفظونو) سره اوريزو رسنيو ته تازه لار موندلې وه، په يوه ليکلړ کې مې باختر اژانس او افغا نستان راديو ته ورکړي ول. په پښتوغږپوهنه، پښويه، ليکلارښود… او بيا وييپوهنه کې مې پرې پوره رڼا اچولې ده چې دويم (۸۵۰) مخيز چاپ يې مياشت دوې مخکې مومند خپرندوی له جلال اباده خپور کړ. هيله ده، زماد نورو نښيرونو غوندې دغه هم ستاد کتنې يا کره کتنې وياړ ترلاسه کاندې.
په هر ډول که د هغه مهال وياندانو له غوږۍ کار نه وای اخېستی او اړوندو ييونه يې له گړدودي سر چينو له ټاکلو خجونو او وينگونو سره سم دود مو ندلی وو، نه ستا په خبره، د ((غلطو مشهورو)) په توگه په درنښت.
ستا منندوی زيار