تاند- په داسي حال کې چې د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي، له طالبانو سره د تماس له لارې په افغانستان کې د پخلاینې له خبرو سره مرسته وکړي، د دغه هیواد لوی درستیز پرون /یکشنبه/ په دې هڅه کې د احتیاط غوښتنه وکړه.
د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې سي این این تلویزیون ته وویل:«د هغو مرګ ژوبلو په اړه چې موږ زغملي او دغه راز په دې نظر چې یو وخت نه یو وخت به له طالبانو سره پخلاینې ته ورسېږو، فکر کول تل سخته کار دی. خو زما ذهن دا واقعیت مني چې ټولې جګړې په یو نه یو ډول د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته رسېږي. »
له ۲۰۰۱ څخه، چې امریکايی پوځیان افغانستان ته راغلي، شاوخوا ۳۲۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.
اوس د امریکا او ناټو پوځیان غواړي چې له افغانستانه ووځي. له ټاکل شوي پلان سره سم به د ناټو او امریکا ټول محارب ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو امریکا هڅه کوي چې د خپلو پوځیانو تر ایستلو مخکې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پخلاینه وشي.
د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال دیمپسي له سي این این سره په مرکه کې ومنله چې دی له هغو سخت دریځو سره چې په افغانستان کې په خونړۍ جګړه بوخت دي، له خبرو ځیني اندېښنې لري.
ده زیاته کړه:«فکر کوم چې طالبان مختلفې ډلې دي. ځیني یې پخلا کېدونکي دي او بې له شکه ځینې یې نه پخلا کېږي. نو که موږ له دوی سره په خبرو کې له دقته کار واخلو، بیا به دا اندېښنه نه وي چې اوس یې زه لرم.»
د امریکا لوی درستیز د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې، ویې ویل:« په راتلونکو څو میاشتو کې به موږ افغان ځواکونه داسي حد ته ورسوو چې په ټول هیواد کې د امنیت ساتلو جوګه وي.»
ظالمانو ځمونږ افغانانو ټول نسل مو راته تباه کړو؟ څوک په یوه نوم او څوک په بل نوم – یو په بل وژنی چې اخیر ولی؟ د اردو او پولیسوپه نامه خلک د ټریننګ په کیمپونو کې تربیه کوی او د ځان مرګې او فدایی په نوم خلک په مدرسو او جوماتونو کې تربیه کوی. الله مو تباه کړه لکه مونږ مو چې تباه کړی. امین خو دی کې ځمونږ ګناه هم ده ځکه چې مونږ خپل غوږ نه ګورو او سپی پسې منډی وهو