ګهيځ له اسداباده، خاص کونړ ته روان وم، دا نو هغه ورځ وه چې د جمهوري رياست د لوړې مراسم ترسره کېدل، د تلې ۷مه. په اسداباد ښار کې خلک خوښ ښکارېدل چې خدای پاک مهربانه دی، امن به راشي، نوی حکومت به ډېر کارونه وکړي. د هغو توپونو غمه به وخوري چې په دانګام او نورو ولسواليو کې د ديورېند کرښې پورې غاړې توغول کېږي. له خاص کونړه چې بېرته راتلم نو په لاره مې له راديو د لوړې مراسم اورېدل.
په دانګام او نورو سرحدي ولسوالیو بده ورځ وه. دانګام ولسوالۍ ته به نوی حکومت ځانګړی پام وکړي او په دې به هم کار وکړي چې نور د راکټونو ورول بند شي. مياشت نيمه مخکې- والي جلاله د جمهوري رياست د دفتر رییس ښاغلي خرم صاحب له لارې جمهور ريیس کرزي ته خپله اندېښنه وښوده، خو هېڅ عمل او عکس العمل نه و. د هاتي په غوږ کې ويده واکمن او د اور په لمبو کې ولس وريتېده. د سفر لنډ يادښت مې وليک، خپور شو، د هوا څپو کې ورک. د دانګام ولسواليو سپين روبو او قومي مشرانو راته وويل چې هلته ډېرې کورني بې ځایه شوي. لومړنيو مرستو ته اړتيا ده. دوی تر شنه اسمان لاندې پراته دي، هېڅ نه لري، یوازې چم ګاونډ کلي ورسره مرسته کوي.
– سيمه ييز حکومت او مرکزي حکومت بايد په دې اړه بيړني اقدام وکړي.
– نه، د سیمه ييز حکومت سره څه نه شته او مرکز ځان ناګاره اچولی.
دفتر ته مې وړانديز وکړ چې د ټولنې نښلونې پروګرام له لارې، د مرورې، يا خاص کونړ يا د اسد اباد ښار د خلکو له خوا د دانګام او نورو ولسواليو له خلکو سره مرسته وکړي. خلکو ته به د ټولنې نښلونې پروګرام له لارې امکانات برابر شي، خو د خلکو له خوا به خلکو ته وسپارل شي. په دې ډول به د ټولنې نښلونې موخه ترلاسه شي. د ثواب او خرما خبره وه. راسره ويې منله. په دې برخه کې اووني واوښتې، خو خلکو بيړنۍ لومړنيو توکيو مرستې ته اړتیا درلوده او دا چې څومره ځنډېډه هومره بې ارزښته کېده. زه وکوچېدم او بيا معلومات راته و نه شول چې په هغه برخه کې به څه اقدام شوی وي که نه.
***
دا کيسه او افسانه نه ده، واقعيت دی. کله چې ډاکتر محمد اشرف غنی واک ته ورسېد او ارګ ته لاړ، ما نو د اکتوبر تر پايه ولایتونو ته پرله پسې سفرونه کول. دا سفرونه د سړک له لارې و، د خلکو سره ناستې ولاړې داسې څه رابرسېره کول چې ښايي حکومتونه يې لړزولی وای. ارګ ته مې د خلکو د غوښتنو په اړه لنډې کرښې کښلې. خلکو خورا اميدونه لرل. کابينې ته يې شېبې شمېرلې. خو دا شېبې په ورځو، اوونيو او دا دی په مياشتو واوښتې. خلکو هيله درلوده چې کارا کابينه به جوړه کړي او هغه ژمنې به عملي شي چې په منشور او د ټاکنو پر مهال يې له ملت سره کړې وي.
***
له ښاغلي ډاکتر محمد اشرف غني سره له ۲۰۰۹ کال راهسې په دمو دمو د خدایی خدمتګار په حيث کار کړی. دا کار مې د يوه ارمان په خاطر کړي. په وطن کې د يوه مضبوط او پياوړي حکومت د رامنځته کېدو په خاطر. د وطن د ابادۍ او سمسورۍ په پار مې بې خوبۍ ګاللي. نه په دې نمت وې چې ښاغلي ډاکتر محمد اشرف غني دې واک ته ورسېږي او بس، نور دې نه د کار د اهل خبره وي، نه دي قانون د پلي کېدا او نه دې مسلک او تخصص خبره وي.
هدف په وطن کې ارامي، سوکالي او ابادي وه، د قانون حاکميت و او د عادل نظام رامنځته کول. په همدې خاطر مو له ملګرو سره په ګډه د «د عادلانه نظام لار» پر مهال منډې وکړې، هغه وخت چې راته يې وويل (معیبوبين څه کار نه شي کولی). (زه، همت او محمد یار په پښه معيوب). ويل ويې چې تاسې ټول سره يو ځای شئ ايله يو پوره سړی درڅخه جوړ شي!.
هدف واکمنېدل نه وو، هدف وطن ته خدمت او د وطن سوکالي وه. په دې لړ د ملي اجنډا (د ځان او د ټولنې د بدلون اجنډا) لپاره ښاغلي ډاکتر صاحب مټې راونغښتې، ويې ويل دا د له ډېرو خلکو سره د بحث او مباحثې نتيجه ده. د پښتو برخې په اړه ما، استاد غضنفر، استاد ازمون او استاد امیرجان وحيد احمدزی) له ښاغلي ډاکتر صاحب سره کار وکړ. متن بشپړ شو، خپور شو او موږ عمل ته سترګې په لار شو.
د ۱۳۹۲ کال د څېړموني په يوه ماښام مې ښاغلي ډاکتر محمد اشرف غني ته د چارواکيو په اړه اوږد رپورټ ورکړ چې کابو شپېته پاڼې و. په سبا يې راته وويل: ټول مې ولوست، په زړه پورې و…
ښاغلي ډاکتر صاحب د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو لپاره منشور وليکه، د پښتو برخې لپاره يې له ګڼو دوستانو سره ما هم کار وکړ. ما په دې ټولو کې د وطن او خلکو خیر ليد. هغه ارزونې او څرک او ژمنې چې په دې لاسوندونو کې په نښه شوي وو، ما او ډېرو نورو افغانانو د وطن او خلکو خیر په کې ليد. په همدې موخه مو مټې راونغښتې، شپه او ورځ مو په ځان يوه کړه، له ختيځه تر لويديځه، له سوېله تر شمال مو مزلونه وکړل او هغه ژمنې مو خلکو ته ورسولې چې دوی يې دا لسيزې په تمه وو.
اوس ملت په وعده وفا غواړي. د تحول او دوام تيم له ملت سره ژمنې کړي او دا ژمنې په منشور کې تسجيل دي. په وعده وفا هغه اصل دی چې اسلام او افغانيت يې په ټينګه سپارښتنه کوي. د وعد و وعيد اصل مو له ياده نه دی وتلی.
وېره اوخطر:
ولس مو په ډېرو څيزونو باور له لاسه ورکړی. د حزبونو او ګودونو په نامه داسې نخرې او کانې وشوې چې اوس سر تور کړې، خو ولس به په حزب باوري نه کړي. جهاد له نامه ناوړه ګټه واخېستل شوه. يوه وويل: ډېره شتمني پيدا کړئ، شان و شوکت، ارګاه او بارګاه جوړه کړئ چې خلک وپوهېږي په جهاد کې داسې برکت دی، دا شان و شوکت د جهاد له برکته. داسې يې انګېرله چې خلک نه پوهېږي. له بده شامت دوی د جهاد او قتال تر منځ خلک سره ورک کړل، خلکو ته يې نادرست معلومات ورکړل، اوبه يې خړې کړې او ځان ته يې کبان ونيول. طالب په کلي کې درس وايه، د ټولنې يو بې ازاره قشر و. خو له بده مرغه ځان خوښيو او ځان غوښتونکيو د طالب او ملا نامه ته داسې زيان واړه چې خسمانه که ناشونې نه وي نو ډېره سخته او وخت نيونکې ده. دېموکراسي او ولسواکي هم په دې خم کې رنګ شوه.
د ولس سترګې ځينو خلکو ته اوښتې چې د هغوی په وجود کې ورته د وطن د خیر څرک لګېده. که خدای مه کړه دا څرک ورک شي افغان ملت په د بې باورې يوه داسې ګرداب ته ولوېږي چې بيا ترې راوتل د معجزې په زور ممکن وي.
د دې حکومت ناکامې یوازې د يوه حکومت ناکامي نه ده. دا په مجموعي د دولت د ناکامۍ وېره ده. داسې يوه ناکامي چې ولس به بيا د راتلونکي لپاره په هېچا باور و نه کړي.
ملت ولې د ډاکتر اشرف غني ملاتړ وکړ؟ په ورستي لېست کې اته کسان وو چې د جمهوري رياست له لارې خدمت غوښت، خو ملت ډاکتر محمد اشرف غني ته رايې ورکړه او په اکثريت يې بريالی کړ. دا د دې لپاره نه وو چې له اوسني حالات سره مخ شي. دوی له تېر حالت سل وارې غوره حالت غوښت، اوسني حالات ورته د تېر په پرتله سل ځل بد ښکاري. له دې وېرې او خطره د خلاصون لپاره په هغو ژمنو وفا په کار ده چې په منشور کې شوي.
وخت مو ته انتظار نه کوي، له يوه اړخه د نوي حکومت درې کاله پوره کېږي، خو له بله اړخه د نوي حکومت کال پوره کېدونکی دی. نیم کال خو د ټاکنو په جنجالونو واوښت، او درې مياشتې د حکومت د جوړولو په جنجال.
غلط تصور
د تلې پنېځلسمه وه. د تحول او دوام تیم د حقوقي کمېټې پېنځه کسيز رهبري غړي سره جرګه شول. خبره په دې راټوله شوه چې دا دی ټاکنې وګټل شوي، نور زموږ په کې کار نه شته، ډاکتر محمد اشرف غني به د کار لپاره اهل کسان وګوماري. دا تصور غلط دی چې که څوک د اعمار خبره وکړي یا انتقاد وکړي، ګواکي داسې دې تعبير شي چې واک غواړي. يا په ټاکنو کې منډې ترړې د واک غوښتنه ده.
دا خبره نه يوازې د حقوقي کمېټې مشرانو وکړه چې زه هم په کې وم، د تحول او دوام د تیم نورو ډېرو غړيو وکړه. په اصولو کې دا درست اقدام او ښه خبره نه وه. موږ د شخص د واک رسولو لپاره ژمنه نه وکړې، موږ د وطن د ابادۍ، سمسورۍ او سوکالي او د خلکو د ارامتيا لپاره ژمنه کړې وه او په همدې خاطر مو ستړياوې وګاللې. اوس چې دا هر څه له په تيارو کې دي او له ګواښ سره مخ دي، بيا بايد مټې راونغړو.
د خلکو غږ خپ نه دی، ملت به د هغو نارواوو په وړاندې ودېرې چې وطن او ملت ته په کې تاوان او زيان وي. که هر څومره په ګوتو شمېر اشخاص د ملت د یرغمل کوښښ وکړي، په وړاندې به يې ودرېږي.
ghakhtaly sahib;salamualikum;be patient,every thing will be right,peace will come.
another things will be fixed in time.business.agrecalture and jobs for youngs generation
in the next plan,ashrafghani working hard on every thing,thank you